د لاس رسي وړ اتصالات

سنګین کې د ملی اردو ۶۵سرتیري طالبانو ته اوښتي


سنګین د هلمند په شمال ۱۲۰ کیلو میترۍ کې موقیعت لري چې دا ولایت له اروزګان او کندهار ولایتونو سره وصلوي.

سنګین د هلمند په شمال ۱۲۰ کیلو میترۍ کې موقیعت لري چې دا ولایت له اروزګان او کندهار ولایتونو سره وصلوي.

د هلمند ولایتي چارواکي وایي چې د دغه ولایت سنګین په ولسوالۍ کي تر۶۵ د ملي اردو سرتیري له وسله والو طالبانو سره یو ځای شوي ، خو دا ولسوالۍ لاهم د افغان ځواکونو په لاس کې ده .

د هلمند والي میرزاخان رحیمي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې له وسله والو طالبانو سره د افغان پوځ د ۶۵ سرتیرو د یوځای کیدو خبر دقیق دی او دوی د دغې پیښې په باب تحقیقات کوي.

پرون یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اشنا رادیو ته وويل چې د جمعې په ورځ د سنګین ولسوالۍ د سټيشن په نوم پوځي مرکز وسله والو طالبانو تر خپلې ولکې لاندې راوستی او د ملي اردو د ۷۰ تنه سرتیري ور سره یو ځای شوي دي .

د هلمند والي میرزاخان رحیمي نن د شنبې په ورځ له اشنا رادیو سره په خبرو کي وويل چې د دوی پلټنې به دا څرګنده کړي چې دا پیښه څنګه رامنځ ته شوې ده.

ښاغلي رحیمي وویل "د ولسوالۍ په شمال طرف کې د ملي اردو یاد سرتیري په یوه ډيره مهمه سیمه کې وو ، اوس مو سنګین ته یو پلاوی لیږلی تر څو پدې باب کره معلومات را غونډ او بیا به وروسته له مطبوعاتو سره هغه شریک کړو" .

سنګین ولسوالۍ د کندهار ولایت د غورک ولسوالۍ سره نږدې پرته ولسوالۍ ده، د غورک په ولسوالۍ کې هم له تیرې یوې میاشتې راهیسې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

د سنګین ولسوالۍ یوتن ولسي مشر حاجي سفر محمد له اشنا رادیو سره په خبرو کې وويل چې په دغه ولسوالۍ کې جګړه د ولسوالۍ دمرکز په ۳ کیلو میترۍ کې روانه ده .

هغه زیاته کړه چې د سنګین او د لښکرګاه د دوه لارې ترمنځ د لويې لارې له سر څخه ځينې امنیتي پوستې هم د ولسوالۍ مرکز ته په شا شوي دي.

سنګین ولسوالۍ د هلمند ولایت په شمال کې په ۱۲۰ کیلو میترۍ کې موقیعت لري چې د هلمند ولایت له اروزګان او کندهار ولایتونو سره وصلوي.

د ملا اختر محمد منصور په مشرۍ د وسله والو طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لیږلي تلیفوني پیغام کې ادعا کړې چې د ملي اردو ۶۵ سرتیري او ۵ قومندانان له دوی سره یو ځای شوي دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG