د لاس رسي وړ اتصالات

د وارو ښوئیدلو د پیښو د قربانیانو شمیر پورته ختلی


افغان حکومت وایي چې یوازې په پنجشیر ولایت کې د طبیعي پیښو د قربانیانو شمیر ۱۸۷ ته رسیدلی دی.
افغان حکومت وایي چې یوازې په پنجشیر ولایت کې د طبیعي پیښو د قربانیانو شمیر ۱۸۷ ته رسیدلی دی.

دطبیعي پیښو سره د مبارزې د کمیسیون د مرستو د رسولو د عملیاتو منتظم ویس احمد برمک وایي چې د افغانستان په شپاړسو ولایتونو کې د واورو او بارانونو د اورښت نه خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه رسیدلي دي.

ویس احمد برمک امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې یوازې په پنجشیر ولایت کې د طبیعي پیښو د قربانیانو شمیر ۱۸۷ ته رسیدلی دی.

ښاغلي برمک وویل "د پنجشیر په وروستیو برخو د پریان د ولسوالۍ پورې مربوط او د درې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د واورې ښوئیدنې پیښې زیاتې دي د واورو اندازه زیاته ده د ژغورنې عملیات لا روان دي چې پخپله د سیمې خلک او حکومتي ځواکونه هم په کې برخه لري تراوسه شمیره همدومره دی".

برمک وویل چې د پنجشیر سربیره په بدخشان ولایت کې اوویشت تنه د واورو د ښوئیدلو په پیښو کې وژل شوي او دغه راز، یوولس تنه په نورستان کې وژل شوي دی.

په افغانستان کې د واورو ښویدنې
په افغانستان کې د واورو ښویدنې

همداشان برمک وایي چې په پروان ولایت کې هم لس تنه د واورې د ښوئیدلو په پیښو کې وژل شوي دي.

د طبیعي پیښو سره د مبارزې د کمیسیون د مرستو د رسولو د عملیاتو منتظم د معلوماتو له مخې په ننګرهار ولایت کې اته تنه د بارانونو وروسته د راوتلو سیلابونو له امله وژل شوي دي.

ویس احمد برمک وایي چې لا هم د انساني تلفاتو په باب د دوی معلومات بشپړ نه دي او زیات امکان شته چې د قربانیانو شمیر نور هم لوړ شي.

د طبیعي پیښو سره د مبارزې د کمیسیون د مرستو د رسولو د عملیاتو منتظم وایي چې په اکثرو برخو کې د ژغورنې عملیات روان دي خو په ډیرو سیمو کې د واورو اورښت زیانمنو شوو خلکو ته د مرستې رسولو چارې له خنډ سره مخ کړي دي.

ښاغلي برمک وویل "نن مونږ پنځه میلونه افغانۍ نغدې له ځان سره راوړي چې پرې خوراکي مواد ولیږدو نور کمکونه هم راروان دي په پنجشیر کې نږدې سل کورونه ړنګ شوي دي مونږ په پاخه ډول خواړه هغو سیمو ته چې په کې خلک زیانمن شوي د هلیکوپترونو پواسطه مرستې رسوو د خلکو ژغورل، د سړکونو پاکول او د مرستو رسول دوام لري".

ویس برمک وایي چې پدغو پیښو کې یو شمیر خلک ټپیان شوي هم دي.

د واورو د خوئیدنې په پیښو کې تر ټولو زیات د پنجشیر ولایت ډیر ځپل شوی دی
د واورو د خوئیدنې په پیښو کې تر ټولو زیات د پنجشیر ولایت ډیر ځپل شوی دی

هغه وویل چې یوازې په پنجشیر کې د ټپیانو شمیر دیرش تنو ته رسیږي.

د افغانستان د ملي یووالي د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله نن په پنجشیر کې د خلکو د ژغورلو د عملیاتو نه د څارنې لپاره دغه ولایت تللې وو.

تیره ورځ د افغانستان اجرائیه رئیس د افغانستان په ټولو برخو کې د زیانمن شوو کورنیو سره په عاجله توګه د مرستو د رسولو لپاره یوه کمیټه ټاکلې چې په کې د طبیعي پیښو سره د مبارزې د عالي ادارې او د حکومت د اړوندو ادارو چارواکي هم شامل دي.

له بلې خوا د پاکستان حکومت په افغانستان کې په طبیعي پیښو کې د وژل شوو کسانو د کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او د اړینو کورنیو سره یې د مرستو د برابرولو چمتوالی ښودلی دی.

په کابل کې د پاکستان د سفارت نه په یو خپور شوي بیان کې ویل شوي چې نن په اسلام اباد کې د دغه هیواد د بهرنیو چارو د وزارت سکرټر د افغانستان له سفیر جانان موسی زي سره په کتنه کې هغه ته د پاکستان د صدراعظم د خواخوږۍ مراتب رسولي او هم یې مصیبت ځپلو کورنیو سره د مرستې لپاره خپل چمتووالی څرګند کړی دی.

XS
SM
MD
LG