د لاس رسي وړ اتصالات

واورو د امریکا د کانګرس او حکومت فعالیتونه وځنډول


په امریکا کې له تاریخي واورو نژدې یوه ورځ وروسته هم په واشنګټن ډي سي کې حکومتي ادارې بندي دي. په واروو کې شاوخوا ۲۴ تنه مړه شوي دي.

نن په واشنګټن ډي سي کې حکومتي ادارې بندې دي او د ښاروالۍ مامورین لګیا دي له لارو او سړکونو څخه واورې پاکوي.

چارواکو پرون اعلان وکړ چې د واورو د پاکولو او ترافیکي پېښو د مخنیوي لپاره به نن په واشنګټن کې ټول حکومتي دفترونه تړلي وي.

نن په واشنګټن ډي سي کې حکومتي ادارې تړلي دي.
نن په واشنګټن ډي سي کې حکومتي ادارې تړلي دي.

د امریکا کانګرس هم پر هغو مسایلو رایه اچونه وځنډوله چې د دوشنبې د ورځې لپاره په پام کې نیول شوي وو.

د امریکا ختیځ ساحلي ایالتونو کې د جمعې له ماسپښین نه نیولې د یکشنبې تر سهاره ښه درنده واوره وشوه چې په ځینو سیمو کې شاوخوا ۸۰ سانتي مېتره وه.

د دغو واورو له کبله په واشنګټن ډي سي او ورڅېرمه سیمو کې د دوشنبې او سه شنبې په ورځو کې ښوونځي هم تړلي دي، عامه ترانسپورت او د اورګاډو خدمتونه هم یا نشته او یا کم دي.

د نیویارک په ښار کې د ګاډو تګ راتګ بند کړل شوی وی.
د نیویارک په ښار کې د ګاډو تګ راتګ بند کړل شوی وی.

د دغه توپان له کبله په تیرو دوو ورځو کې شاو خوا لس زره پروازونه ځندیدلي وو، خو اوس په مشخصو ډګرونو کې پروازونه پیل شوي دي.

تلفات

د امریکا په دغو تاریخي واورو کې لږ تر لږه د ۲۴ کسانو د مړینې راپورونه ورکړل شوي دي. په دوی کې د ځینو کسانو زړونه د وارو پاکولو پر وخت درېدلي او مړه شوي دي.

یو شمېر نور کسان بیا په ترافيکې پېښو او واورو د ښوېدو په پېښو کې مړه شوي دي.

په ځینو سیمو کې څاروي هم مړه شوي دي.

د امریکا په ځینو سیمو کې شاوخوا ۸۰ سانتي مېتره واوره وشوه.
د امریکا په ځینو سیمو کې شاوخوا ۸۰ سانتي مېتره واوره وشوه.

د نیویارک په ښار کې ۶۸ سانتني مېتره واوروه وشوه، ویل کیږي چې دا ۱۸۶۹ کال راهېسې تر ټولو زیاته واوروه وه چې په نیویارک ښار کې وورېده.

په بالټیمور کې بیا ۷۴ سانتي مېتره واروه وورېده چې په دغه ښار کې تراوسه دومره واوره نه وه شوې.

د دغو واورو له کبله شاوخوا ۸۵ میلیونونه انسانان اغیزمن شوي دي.

XS
SM
MD
LG