د لاس رسي وړ اتصالات

د ککړې هوا له کبله د لاهور ښار روغتونونه په ناروغو ماشومانو ډک شوي


د لاهور ښار هوا تر پخوا اوس ډېره ککړه او مضره شوې
د لاهور ښار هوا تر پخوا اوس ډېره ککړه او مضره شوې

د پاکستان د لاهور په ښار کې د روغتیا د برخې مسئولین وایي چې د ککړې هوا له کبله د ماشومانو ناروغۍ ۵۰ سلنه زیاتې شوې دي.

د روغتیا مسئولین وایي چې د لاهور د حکومتي روغتون عاجله خونه په بیمارو ماشومانو باندې ډکه ده، دا ماشومان تر ډېره تنفسي ستونزې لري او په اسانه ساه نشي اخیستلای.

لاهور، چې په تاریخي لحاظ د باغونو په ښار هم مشهور دی، اوس په لوګیو ککړ او پوښل شوی او د هوا د کیفیت له پلوه د نړۍ ککړه هوا لرونکی ښار بلل کېږي. د نومبر په میاشت کې په دغه ښار کې په غیر معمول ډول موسم ډېر سوړ شو او له کبله یې د هوا کیفیت هم خراب شو.

د «آی‌کیو ایر سویس» ډلې د معلوماتو په اساس، په تېرو ۳۰ ورځو کې لږ تر لږه په ۲۴ ورځو کې یې د لاهور ښار د هوا کیفیت مضر او غیر صحي و.

د ګنګا رام روغتون یوې ډاکټرې ماریا افتخار وویل چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د لاهور ښار هوا خرابه شوې او د ماشومانو روغتیا یې اغیزمنه کړې ده.

د لاهور ښار شاوخوا ۱۱ میلیون نفوس لري،‌ چې د ورځې یې هوا ککړه وي او د شپې یې په لارو او سړکونو باندې غبار خپور شي.

د لاهور ښار دوو اوسېدونکو محمد او ښځې یې شازما خپلو ماشومانو ته ماسکونه تړلي وو او د باندې یې نه پرېښودل، خو څو ورځې وروسته یې تبې او ټوخي ونیول چې له کبله یې ماشومانو ډوډۍ خوړل بند کړل.

شازما وايي چې درې شپې کېږي خوب یې نه دی کړی او ماشومانو ته یې د مصنوعي‌ تنفس ماشینونه نیولي چې ساه واخیستلای شي. د لاهور په روغتونونو کې اکثریت بستر ماشومان د مصنوعي تنفس د ماشینونو له لارې ساه اخلي او پايي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) وايي چې په ۲۰۱۹ کال کې د ککړې هو او ککړ چاپېریال له کبله په نړۍ کې تر پنځو کالونو کم عمر ۱۴۵زره ماشومان مړه شول.

یونیسف وایي چې ماشومان د ککړې هوا او ککړ چاپېریال سره مبارزه نشي کولای،‌ ځکه چې سږې، ماغزه او د بدن نور غړي یې د ودې په حال کې وي او ماشومان د لویانو په پرتله دوه برابره چټکه ساه او تنفس اخلي.

په لاهور کې د روغتیا مسئولین وايي چې روغتونونو ته یې خبر ورکړی دی چې د بېړنیو حالاتو لپاره د مصنوعي تنفس اضافي‌ماشینونه او بسترونه په پام کې ونیسي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG