د لاس رسي وړ اتصالات

په ټولنیزو رسنیو اعتیاد رواني خپگان رامنځته کوي


د دې څیړنې یوې شنونکې اریل شنسا ویلي دي، هغه ډاکتران چې په رواني ستونزو د اخته ناروغانو درملنه کوي ورته ډیره مهمه ده ترڅو پوه شي چې آیا د هغوی ناروغان په ټولنیزو رسنیو روږدي دي که نه؟

میرمن شنسا د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې دوې د دې څیړنې لپاره ١٧٦٣ کسه انتخاب کړي چې عمرونه یې د ١٩ او ٣٢ کلونو په منځ کې وو او له هغوی څخه یې د ټولنیزو رسنیو کارول، د خپگان د نښو نښانو د درلودلو او د روږدیتوب اړوند سلوک په هکله وپوښتل.

په دغه څیړنه کې د ټولنیزو رسنیو نه استفاده د فیسبوک، تویتر، گوگل، یوتیوب، لینکد-ان او انستگرام په گډون د ١١ مشهورو رسنیو پاڼو ته د ورتگ د شمیرې او د دغو پاڼو څخه د استفادې د وخت له مخې سنجول شوی ده.

په ټولنیزو رسنیو باندې د روږدیتوب د ارزونې لپاره څیړونکي په څیړنه کې د شاملو افرادو د روږدیتوب د سلوک د بدلون په لټه کې شوي لکه د مزاج بدلون (حوصله)، په شا کیدل او بیرته رتلل.

څیړونکو تیره اونۍ په واشنگټن ډي سي کې "د سلوکي طب د ټولنې" په کلنۍ غونډه کې راپور ورکړ چې ددې څیړنې نیمایي گډون کوونکو د ورځې لږ تر لږه یو ساعت د ټولنیزو رسنیو څخه استفاده کړې چې په کار پورې یې اړوند نه وه، او لږ تر لږه په اونۍ کې ٣٠ ځلې انترنیتي شبکو ته ننوتي دي.

د هغو روږدیتوب د پراخو او ځانگړو معیارونو په پام کې نیولو سره چې پوهانو ټاکلي وو، په سروی کې له ١۴ څخه تر ۴۴ فیصدو پورې شامل کسان په ټولنیزو رسنیو باندې د روږدیتوب د ستونزې او د خپگان په مختلفو درجو اخته وو.

د اټکل سره سم هغه کسان چې د ټولنیزو رسنیو څخه یې زیاته استفاده کوله هوغومره زیات روږدي وو. خو د روږدیتوب په اړه له غور او ارزونې وروسته د ټولنیزو رسنیو نه استفاده او خپگان سره د پام وړ اړیکه درلوده.

د رواني ناروغیو متحصصه لنزي هاوارد وایي چې د ټولنیزو رسنیو نه د گټې اخیستنې د مودې په پرتله د هغې نه د استفادې طریقه تر ډیره پورې په مزاجي تکلیفونو او د خپگان په رامنځ ته کیدو کې رول لري.

ډاکتره هاوارد وایي چې ډاکتران باید خپلو ناروغانو ته په دې اړوند معلومات ورکړي.

XS
SM
MD
LG