د لاس رسي وړ اتصالات

پر فیسبوک کمپاین کونړۍ ښځې سره خواخوږي وپاروله


دا کونړۍ مور وايي له کلونو کلونو راهیسې له دغه رنځ کړیږي.
دا کونړۍ مور وايي له کلونو کلونو راهیسې له دغه رنځ کړیږي.

په افغانستان کې دا مهال سلګونه زره د فیسبوک او نورو ټولنیزو رسنیو کاروونکي فعاله دي، ټولنیزې رسنۍ د خبرو او نظرونو له شریکولو او خپرو ترڅنګ کله ناکله د بشري مرستو یوه ښه وسیله هم ګرځېدلی شي.

دا اونۍ، د امریکا غږ خبریالې رڼا درانۍ غورځنګ، د خپل فیسبوک له لارې یوې رنځوې کونړۍ ښځې ته د لسګونو زره خلکو پام او مرسته جلب کړه.

دا ښځه چې پر مخ یې لویه دانه ده وايي، چې دغه رنځ یې له کلونو کلونو راهیسې زوروي، او دا یې په خپله د درمل توان نلري.

رڼا درانۍ غورځنګ وايي، چې ټولنیزې رسنۍ د بشري مرستو ښه وسیله کېدی شي.
رڼا درانۍ غورځنګ وايي، چې ټولنیزې رسنۍ د بشري مرستو ښه وسیله کېدی شي.

خو د مېرمن غورځنګ د کمپاین له برکته یو ډاکټر د دغې مور د درمل ټول لګښت په ځان ومانه.

د امریکا غږ بل خبریال، جعفر هاند له رڼا درانۍ پوښتلې چې دغه کمپاین یې څنګه پيل کړ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:57 0:00

XS
SM
MD
LG