د لاس رسي وړ اتصالات

جنوبي کوریا: شمالي کوریا دي د اټمي وسلو د جوړولو نه تیره سي


د جنوبي کوریا ولسمشرې د شمالي کوریا څخه غوښتي دي چې د اټمي وسلو د جوړولو د هڅې نه دي تېره شي او ددغه هېواد او نړیوالې ټولنې سره دي د کړیوو ژمنو احترام وکړي.

میرمن پارک ګوین های د جمعې په ورځ وویل چې د شمالي کوریا هره مثبته پریکړه به ددغه هیواد سره د نړۍ د نرم برخورد سبب سي. ،،په داسي حال کې چې د شمالي کوریا سرغړونې ته به قوي ځواب ورکړل سي د دغه هېواد مثبت اقدام په مقابل کې به نړۍ هم د دغه هېواد سره په چلند کې نرمښت وښيي. زما هیله دا ده چې شمالي کوریا به د جنوبي کوریا او نړیوالې ټولنې سره د کړیو ژمنو احترام وکړي او د مثبت جهت پر خوا به مزل وکړي.،،


د یادونې وړ ده چې شمالي کوریا د تیرکال د ډیسمبر په میاشت کې د اوږده واټن راکټي آزموینه وکړه او تیره میاشت یې خپله دریمه اټمي آزموینه وکړه چې په لړ کې یې د کوریا په ټاپو او نړۍ کې اندېښنې راپیدا کړې.

د میرمن پارک ځرګندونې ولسمشرۍ ته د نوموړې د رسېدو څلور ورځې وروسته لومړۍ څرګندونې وې چې ویې کړې . نوموړې د جنوبي کوریا لومړۍ ښځینه ولسمشره ده.
XS
SM
MD
LG