د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د لمر د انرژۍ څخه استفاده


افغانستان د لمر د انرژۍ نه د اوس لپاره پنځه میګاواټه برق تولیدوي.

افغانستان د لمر د انرژۍ نه د اوس لپاره پنځه میګاواټه برق تولیدوي.

افغانستان اوس د خپلې انرژۍ د ضرورت یو فیصد د لمر نه لاس ته راوړي، خو دغه هیواد د لمر د انرژۍ د تولید ډیر پوټنشل لري.

د کابل پوهنتون د انجینرۍ د پوهنځي استاد نجیب الله صبوري وايي چې د لمر د انرژۍ نه یوازې تر پنځه میګاواټه پورې برق تولیدیږي.

انجنیر صبوري وايي چې د لمر د انرژۍ نه د استفاده په برخې کې افغانستان دومره پوټنشل لري چې که سم پلان ورته جوړ شي نو نورو هیوادونو ته هم بریښنا صادرولی شي.

«په افغانستان کې خوشبختانه، په کال کې ۳۰۰ ورځې موږ لمر لرو، یانې یو له هغو هیوادونو نه دی چې ډیر لمر لري. د دغه نه موږ کولای شو چې ډیر زیات برق تولید کړو او نه یوازې د افغانستان ضرورتونه پرې پوره کولای شو، بلکې ګاونډي هیواونو ته هم برق ورکولای شو.»

په افغانستان کې د کورنو د روښانه کولو نه علاوه په نورو برخو کې هم د سولر ټکنالوجي چې په افغانستان کې ورته «شمسي» وايي کار اخیستل کیږي.

اوسمهال په ډیرو ولایتونو کې د شمسي نه د څاه ګانو څخه اوبه رایستل کیږي او د کرهنې لپاره ورنه کار اخیستل کیږي.

خو ډیر شمیر خلګ د سولر د ټکنالوجۍ د کیفیت نه چې افغانستان ته واردیږي شکایت لري.

د لوګر یو اوسیدونکي د آشنا راډیو د اشناټک په پروګرام کې داسې وویل چې «دا چینیايي ښیښې (سولر پینل) چې دي دا ډیرې خرابي دي، یو کال، یو نیم کال کار کوي بیا خرابیږي، دوی دې داسې ښیښي راوارد کړي چې هغه یو ۱۰ کاله، ۱۵ کاله کار وکړي او ګرنټي ولري.»

انجنیر صبوري دا مني چې د بهر نه چې د سولر ټکنالوجي راواردیږي کیفیت یې ښه نه دی او دولت په وارداتو باندې پوره کنټرول نه لري.

خو، هغه وايي چې د افغانستان د رینیوایبل انرژۍ د یونین یا آي ار یو په نامه یوه اتحادیه جوړه شوې ده چې هڅه کوي چې د سولر د ښه کیفیت ټکنالوجي افغانستان ته وارده شي.

په افغانستان کې یو شکایت دا دی چې خلګ د سولر د ټکنالوجۍ په استعمال ښه نه پوهیږي.

د زابل د ولایت یو اوسیدونکی وايي چې «په سیسټم خلګ نه پوهیږي. دا چې اوبه راباسي، ځینې وخت واټرپمپ او شمسي سره برابر نه وي، او صحیح نه وي.»

انجنیر صبوري وايي چې د سولر د ټکنالوجۍ استعمال پیچلی دی. خو، هغه زیاتوي چې اوس حکومت د مسلکي خلګو د روزلو لپاره پروګرامونه په نظر کې نیولي دي او همداراز د بزګرانو او کلیوالو د پوهاوۍ لپاره هم پروګرامونه جوړیدل غواړي.

انجنیر صبوري وايي چې همداوس د کندهار او بامیان په شمول په ځینو ولایتونو کې د لمر د انرژۍ نه د بریښنا د تولید په ځینو پروژو کار کیږي چې په بشپړیدو به یې د دغه منبع نه افغانستان ۱۰۰ میګاواټه برق تولید کړي.

هغه وايي چې تیره میاشت د بیا تولیدیدونکي انرژۍ پالیسي پاس شوه چې په اساس به يې د رینیوایبل یا بیا تولیدیدونکي انرژۍ نه په راتلونکو ۱۷ کلنو کې د ۴۰۰۰ نه نیولې بیا تر ۵۰۰۰ میګاواټه برق تولید شي.

صبوري وايي چې په پام کې ده چې تر ۱۵ کالنو پورې د افغانستان د بریښنا ۹۵ فیصده د رینیوایبل د انرژۍ نه تولید شي.

د رینیوایبل انرژۍ یا بیا تولیدیدونکي انرژۍ یوه مهمه منبع لمر دی چې ویل کیږي چې د انرژۍ د هغو منابعو، لکه تیلو، ګازو او سکرو، ځای نیولی شي چې چاپیریال ته تاوان رسوي.

په نړیواله کچه هم د لمر د انرژۍ نه استفاده ورځ تر بلې ډیریږي. څه موده وړاندې، یو الوتکه چې د لمر په انرژۍ چلیدله، په بریالیتوب سره د ځمکې د کرې دوره ووهله.

د اپریل د میاشتې د ۲۸ مې نیټې د اشناټک په خپرونه کې د انجنیر نجیب الله صبوري سره په افغانستان کې د لمر د انرژۍ څخه د بریشنا د تولید په موضوع خبرې وشوي.

XS
SM
MD
LG