د لاس رسي وړ اتصالات

د لمر دلاری د بریښنا تولید په ټوله نړۍ کې په زياتېدو دي


په امریکا کې او د نړۍ په نورو برخو کې د لمر د انرژۍ نه د بریښنا د تولید لپاره کار اخیستل کیږي. اوس، په هند کې هم د نړۍ د لمر د انرژۍ د تولید تر ټولو لویه فابریکه جوړیږي.

دغه فابریکه په یو کال کې جوړه شوه او ډیره ځمکه یې نیولې ده چې که مقایسه شي نو د تاج محل د ساحې ۶۰ برابره ده.

ونیت چین چي عدانۍ پاور د شرکت سره کارکوي وايي،،،زموږ تر فابریکې مخکې، د سولر د انرژۍ د تولید تر ټولو لویه فابریکه د امریکا په کلفرونیا کې وه چې ۵۵۰ میګاواټه برق تولیدوي او په درییو کلنو کې جوړه شوې ده،،.

دغه سولر فابریکه ۱۰۰۰ هکتاره ځمکه احتوا کوي. هغه زیاته وي،

،،د بریښنا د دغسې غټې فابریکې ته دیر ځمکه پکار ده چې لمر پکښې ډیر وي او بندر ته نږدې وي چې لوژستیکي سهولتونه برابر وي. دغه ټول شیان د ټامیل نادو د کماتي په سیمې کې شته،،.

په فابریکې کې دوه نیم میلیون د لمر د انرژۍ ماډیولونه کارول شوي دي چې قیمت یې ۶۷۹ میلیون ډالره کیږي.

د دغه غټۍ فابریکې د پینلونو د پاکولو لپاره د یو کوچني روباټ نه کار اخیستل کیږي چې هغه هم په سولر انرژۍ چلیږي.

یول یوسلویچ چې د روباټ د لاري د بریښنا پینلونو د پاکولو انجینر دی وویل،،،د روباټ نه په پینلونو باندې د دوړو د پاکولو لپاره استعمالیږي،،.

د ۲۰۲۲ کال راهیسې د هند حکومت په پلان کې درلود چې د لمر د انرژۍ نه په استفادې سره ۶۰ میلیونه کورونه ته بریښنا ورکړي.

گواټام عدانۍ چې ددغه شرکت ریس دی داسي وویل،،،موږ په پلان کې لرو چې د لمر نه به په پنځو رتلونکو کلنو کې ۱۱ زره میګاواټه بریښنا تولید کړو چې دغه به هند د بیا تولیدونکو انرژۍ د تولید په حساب به مطرح هیواد شي،،.

د عداني کمپنۍ چې د لمر د انرژۍ دغه فابریکه یې جوړه کړې ده په استرالیا کې هم ورته پشنهاد شوی دی چې هلته د لمر د انرژۍ د تولید یوه فابریکه جوړه کړي.

XS
SM
MD
LG