د لاس رسي وړ اتصالات

امرېکا د هغو عکسونو له آمله بخښنه غوښتې چې په افغانستان کې د دوی عسکر له مړیو سره ښکاره کوي


امرېکا د هغو عکسونو له آمله بخښنه غوښتې چې په افغانستان کې د دوی عسکر له مړیو سره ښکاره کوي
امرېکا د هغو عکسونو له آمله بخښنه غوښتې چې په افغانستان کې د دوی عسکر له مړیو سره ښکاره کوي

د امریکا پوځ دهغه خپگان له امله معذرت وغوښت چې دهغو عکسونو له امله را پېدا شوېدی چې د جرمنی په ېوه مجله کې خپاره شوېدی او دامرېکا عسکر څرگندوی چې دېوه ا فغان ملکی له مړي سره، چې دوی ېې پر وژلو تورن دی، اخېستل شوېدی.

رپوټ وايی چی دغه عکسونه دجرمنی ددېرشپېگل په مجله کې خپاره شوېدي. په عکس کې هغه څرگندېږی چې د ورځپاڼی له خوانه د جرېمې مارلاک او انډرېو هومز په نامه معرفې شوېدی. هغوی دېوه ملکی له مړي سره عکسونه اخېستی دی. دغه دواړه عسکر دهغو پنځو عسکرو په جمله کې دی چې نظامی محکمی پرې ددغه ملکی د وژلو تور لگولی دی.

دامرېکا د پوځ ېو خبرلېک وايی دغه عکسونه د انسانانو په حېث موږته نفرت پاروونکی دی، اودامرېکا د پوځ له معېارونو او ارځښتونو سره تناقض لری. دا عکسونه د د پوځ د هغو تح‍قېق کوونکېو له خوانه ضبط شوی وو، چې تېرکال ېې د دری بې وسلی ملېکانو دمرگ تحقېقات کول. په همدی پېښه کې پنځه تنه نور عسکر د سېاتل په جنوب کې په ېوه نظامی اډه کې د قتل اودسېسی په تور په رسمی ډول تورن شوېدی. ېوه قاضي ددغو عکسونو استعمال دېوه حکم پر بنا محدود کړېدی. رپوټ په پای کې وايي چې دامعلومه نده چې ددېرشپېگل مجلې دغه عکسونه څنگه لاسته راوړي دي.

XS
SM
MD
LG