د لاس رسي وړ اتصالات

همبستګۍ ګوند د ثور د ٧ او ٨ د عاملینو محاکمه غواړي


د همبستګۍ د ګوند غړو د خپلې غونډې لپاره د دارالامان ماڼۍ چې د ۹۰ ومې لسیزې په کورنیو جګړو کې په کنډواله بدله شوه غوره کړی وه.
د همبستګۍ د ګوند غړو د خپلې غونډې لپاره د دارالامان ماڼۍ چې د ۹۰ ومې لسیزې په کورنیو جګړو کې په کنډواله بدله شوه غوره کړی وه.

د افغانستان د همبستګۍ ګوند د تیرو کلونو به څیر نن د جمعې په ورځ په یوه لویه غونډه کې د ثور اومه او اتمه د افغانستان تاریخ د دوه تورو ورځو په توګه وغندلې او د دغو ورځو وروسته واک ته د رسیدلو چارواکو د محاکمې غونډه یې وکړه.

د دغه ګوند غړو د خپلې نننۍ غونډې لپاره د دارالامان ماڼۍ چې د ۹۰ ومې لسیزې په کورنیو جګړو کې په کنډواله بدله شوه، غوره کړی وه.

د دغې غوندې یو تنظیموونکي حافظ راسخ امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې ترهغې چې د دغو ورځو عاملین محاکمه نه شي په افغانستان کې د افغانانو وژل به همداسې دوام ومومي.

ښاغلي راسخ وویل " په تیرو څه د پاڅه درې نیمو لسیزو کې چې کوم جنایات شوي د ثور په اومې ورځې پیل او د ثور تر اتمې ورځې ته یې دوام وموند او دا نن هم چې کوم جنایات دوام لري او داعش راروان دی اصلي عامل یې هغه دی چې د ثور له کودتا پیل په اتم د ثور تکمیل کیږي او اوس هم لا روان دی سره له دې چې دومره جنایات یې کړي دي هغوی لا هم د افغانستان په خلکو حاکمان دي ".

د افغانستان د همبستګۍ ګوند غړو په دغه احتجاجیه غونډه کې په تیرو درې نیمو لسیزوکې د هغو پخوانیو او اوسنیو یو شمیر چارواکوعکسونه چې په سره خط پرې چلیپا راښکل شوې وې هم په لاسونو کې نیولي وو.

په دغو عکسونو کې د افغانستان د پخواني د خلق دیموکراتیک ګوند، دپخوانیو مجاهدینو د ګوندونو د مشرانو او چارواکو سربیره د ملي یووالي د حکومت د یو شمیر برحالو چارواکو عکسونه هم تر سترګو کیدل.

د افغانستان د همبستګۍ ګوند غړي ښاغلي راسخ ددې پوښتنې په ځواب کې چې داسې کوم پخوانی او یا اوسنې چارواکی نه ښکاری چې په عکس یې سره چلیپا نه وي راښکل شوې وویل چې ګوند یې یوازې د هغو کسانو په عکسونو چلیپا را کش کړي چې د ښاغلي راسخ په وینا په جنایاتو کې یې لاس درلود.

ښاغلي راسخ وویل " دوی ټول اویا زره کسان یوازې په کابل کې ووژل دا ورانۍ چې تاسو یې ګورئ دا د دارلامان ماڼۍ زمونږ مخامخ ده دا د استقلال او ازادۍ یو نښه وه او د امان الله خان د لاس نښه وه دوی دا ړنګ کړ، زمونږ مخامخ ملي موزیم دی دوی ملي موزیم چور کړ لوت يې کړ او اثار یې په باکستان کې خرڅ کړل حتی چې زمونږ نظامي وسایل یې په پاکستان وپلورل نو ترهغه وخته چې دوی محاکمه شوي نه وي په افغانستان کې امنیت او سوله نه راځي".

د افغانستان د همبستګۍ ګوند په نننۍ غونډه کې د سړو ترڅنګ په لسګونو ښځوهم برخه اخیستې وه.

دغه ګوند تیرکال هم د ثور د اومې او اتمې ورځې د غندلو لپاره لاریون ترسره کړی وو.

د ثور اومه د افغانانو د بدمرغیو پیل

یو شمیر افغان تاریخ پوهان په دې نظر دي چې د ۱۳۵۷ کال د ثور اومه د افغانستان د غمیزې پیل وو چې لړۍ یې لا هم روانه ده.

د افغانستان تاریخ پوه حبیب الله رفیع هم دا ګڼي چې د ثور اومې او د ثور اتمې افغانانو ته د بدمرغیو پرته بل څه نه دي ورکړي.

ښاغلی رفیع امریکا غږ ته وویل " هرڅوک د تاریخ نتیجې ته ګوري د یو څه شي چې نتیجه مثبته وي مثبته ارزول کیږي او که منفې وي نو منفې ارزول کیږي نو په دې اساس د ثور اومه د افغانستان د بربادۍ پیل وو او د ثور اتمه چې متاسفانه د جهاد تقدس هیر شو او یو شمیر د قدرت وږو په هیواد کې جګړې پیل کړي چې دا د هغې خونړۍ ډرامې ادامه وه چې متاسفانه لا هم دوام لري او افغان ملت په وینو کې لمیږي".

د کمونیستي رژیم نه مجاهدینو ته د واک لیږد

د ۱۳۵۷ کال په اومه ورځ دافغانستان د خلق دیموکراتیک پخواني ګوند د یوې کودتا له لارې د سردار محمد داود خان جمهوري نظام رانسکورکړ او په ځای یې د نورمحمد تره کي په مشرۍ دا ګوند واک ترلاسه کړ چې د دغه ګوند څلورو مشرانو یو د بل پسې د دغه ګوند دوه ډلود څلوارلس کالنې واکمنۍ پرمهال په افغانستان کې حکومت وکړ.

د افغانستان د خلق د دیمکراتیک ګوند وروستي واکمن ډاکټر نجیب الله د ګوند په دننه کې جنجالونو له امله دې ته اړ شو چې د ۱۳۷۱ کال په لومړیو ورځو کې د واک نه لاس واخلي.

د همدې کال د ثور په اتمه د وخت د رژیم یو شمیر چارواکو واک د پخوانیو مجاهدینو یوې ۶۰ کسیزې شورا ته چې مشرۍ یې صبغت الله مجددي کوله وسپاره چې ورسره سم په افغانستان کې کورنیو جګړو زور واخیست او یوازې په کابل کې په لسګونو زره بې ګناه خلک د ښکیلو خواو ترمنځ په وسله واله جګړه کې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG