د لاس رسي وړ اتصالات

سومالیې د ټاکنو له لارې د نوي حکومت پر جوړیدو هوکړه وکړه


سومالیې د ټاکنو له لارې د نوي حکومت پر جوړیدو هوکړه وکړه

سومالیې د ټاکنو له لارې د نوي حکومت پر جوړیدو هوکړه وکړه

د سومالیا مشرانو د هغه هیواد د ( پونت لینډ ) په ایالت کي خپله غونډه ختمه کړه او د داسي حکومت په اړه یې چي د انتخاباتو په اساس به جوړیږي یوه موافقه لاسلیک کړه. دغه درې ورځنۍ غونډه چي په کي نړیوالو آستاځو هم برخه درلوده، نن د شنبې په ورځ ختمه شوه او په هغې کي د سومالیا استاځو موافقه وکړه چي د ولسي جرگې او د مشرانو د جرگې د پاره به د هیواد د ایالتونو نه انتخاب شوي آستاځي را بولي.

په نوي پارلمان کي به ښځي هم ٣٠ فیصده غړیتوب لري.

ټاکل شوې چې سومالیا له انتخاباتو نه مخکي چي په یوه کال کي به کیږي، اساسي قانون منظور کړي.

د غونډي د پیل کیدو په وینا کي د ( پونت لینډ ) مشر(عبدالرحمن محمد فارول ) د مشرانو او د سومالیا د خلکو نه وغوښتل چي د خپلو اختلافاتو د له منځه وړلو د پاره روغه جوړه وکړي او قوي او با ثباته دیموکراسي منځ ته راوړي.

XS
SM
MD
LG