د لاس رسي وړ اتصالات

سختې وچکالۍ یو نیم میلیون سومالیایان بې کوره کړي


سختې وچکالۍ د سومالیا شاوخوا نیم میلیون خلک اړ کړي دي چې خپل کورونه پریږدي او ښاري سیمو ته وکوچیږي.

ملګري ملتونه وايي چې دوه میلیونه سومالیایان ددې وچکالۍ له امله له لوږې سره مخامخ دي، او له ۴۳۰ زرو نه زیاتو کسانو همدا اوس خپل کورونه پریښي دي.

هغوی د ښارونو د بې ځایه شویو کسانو په غیررسمي کمپونو کې د پناه اخیستلو په لټه کې دي، ځکه چې د لوږې له خطر سره مخامخ دي.

پونتلند یوه داسې سیمه ده چې وچکالۍ ځپلو اوسیدونکو یې خپل څاروي له لاسه ورکړي دي. په دغو کورنیو کې یوه یې د حوا احمد محمود کورنۍ ده چې له پنځه ورځني مزل وروسته د سیمې د بې ځایه شویو کسانو کمپ ته رسیدلې ده.

حوا وايي چې خپل نیم سامانونه يې پریښودل او موټر یې نه درلوده چې په یو وار یې بار کړي. دغه بې ځایه شوې میرمن وايي "وچکالۍ دې ته اړ کړو چې دلته د اوبو لپاره راشو. مونږ ویره درلوده چې له لوږې او تندې به مړه شو".

خو کارپوهان وايي د څو لسیزو کورنیو جګړو او بې ثباتیو د سومالیا زیربنا ته دومره زیان رسولی چې حکومت له وچکالۍ ځپلو خلکو سره کافي مرستې نشي کولای.

عبدي سید عثمان چې له څو غیر رسمي کمپونو سره نږدې د قرضو د ښار ښاروال دی وايي "دلته زیاتې ستونزې موجودې دي. هغه کسان چې دلته راځي کار نه لري او ددې ښار لپاره د اوږو پیټی شي".

ځینې شرکتونه په دغه ښار کې هغو خلکو ته پورونه ورکوي چې په کمپونو کې اوسیږي. ښاروال وايي چې یو څه مرستې یې ترلاسه کړې دي، خو د حکومت او نړیوالو سازمانونو د لا زیاتو مرستو ته اړتیا لري چې دغه سخت اړتیا پوره کړي.

حوا محمود او د هغې خاوند عابدنور عبدالله حسن ددې وچکالۍ له امله نږدې ټول څاروي له لاسه ورکړې دي. هغه د خپلې کورنۍ د ساتلو لپاره هر ممکن کار کوي>

هغه وايي "زه مزدورکار یم. د پیسو ګټلو لپاره له خپل قوت نه استفاده کوم. بل هیڅ کمال نه لرم".

دغه میرمن او خاوند د ښونځي فیس د پرې کولو وس نلري او په دغه کمپ کې وړیا ښوونځی نشته. هغوی د خپل کوچنی زوی په اړه ډیره اندیښنه لري چې د اختلاج تکلیف لري.

حوا وايي چې له وچکالۍ نه مخکې به یې ځینې څاروي خرڅول او په بدل کې به یې پیسې ترلاسه کولې چې خپل زوی په مرکز کې د اعصابو ډاکټر ته بوځي.و خو زیاتوي چې اوس د هغه د درملنې لپاره نورې پیسې نلري.

دې وچکالۍ حوا له بې سرنوشتۍ سره مخامخ کړې ده. اوس هغه یوازې د خپلې کورنۍ د ژوندۍ ساتلو لپاره هڅه کوي.

XS
SM
MD
LG