د لاس رسي وړ اتصالات

الشباب د موګادیشو نه اوځي


الشباب د موګادیشو نه اوځي
الشباب د موګادیشو نه اوځي

د سومالیا حکومت او د اسلامیستانو نطاقان وایي چی د القاعدې مربوط د الشباب د ډلي یاغیان د پایتخت ( موګادیشو ) نه وځي.

د الشباب یوه نطاق وویل چي دغي ډلي د جمعې د ورځي را پدې خوا په موګادیشو کی خپل مورچلونه تش کړي دي. هغه دا یو ستراتیژیک اقدام وباله چي د متقابلي حملې د مخنیوی د پاره یې کړی دی. هغه دا هم وویل چي الشباب به د سومالیا په جنوب کي په نورو ښارونو کي پاته وي.

الشباب د سومالیا د حکومت د راپرځولو د پاره جنګیږي او دا کوشش هم کوي چي په هغه ملک کي چی لوږي او قحطۍ ځپلی دی په ملیونونو خلکو ته د خوراکي موادو مرستی ونه رسول شي.

ملګري ملتونه وایي چي په زرګونو سومالیایان د لوږي نه مړه شوي دي.

د سومالیا د حکومت نطاق ( عبدالرحمن عثمان ) د پایتخت نه د یاغیانو وتل د سومالیا د پاره یوه " طلایي ورځ " وبلله.

XS
SM
MD
LG