د لاس رسي وړ اتصالات

کینیا: په سومالیا کې مو ځواکونه د ځان ددفاع په خاطر اچولي


په کینیا کې د الشباب له خوا د تشدد په پیښو او د پولیسو او پوځ په متقابلو اقداماتو کی د دوه زره او یولسم کال د اکتوبر په شپاړسمه ، هغه وخت کینیایی عسکر په سومالیی کی واچول شول چه لوړرتبه کسان وتښتول شول. کینیا ددغو جرمونو پړه په الشباب اچوي او وایي چې د ځان د دفاع لپاره یی دغه عسکر اچولي دي.

د دوه زره یولسم کال د اکتوبرپه ٢۴ امه الشباب په نایروبي کې د لاسي بمونو دوې حملې وکړې. څوارلس کسه یې د شپې په یوه کلب کې زخميان کړل. په یو سرویس موټر کې یې یوکس وواژه او لس گونه نور یې ټپیان کړل.

د نوامبرپه پنځمه په گاریسا کې په یوې کلیسا باندې د لاسي بم په حمله کې چې گومان کیږي الشباب وکړه ، دوه ولسي خلک ووژل شول او پنځه تنه نور زخميان شول.

په همدغه تاریخ د تیرکال د نوامبر په پنځمه د کینیا امنیتي ځواکونو پنځوس تنه چې گومان کیږي د الشباب غړي دي په ماندیرا ، واجیر او گاریسا کې ونیول .

دغه راز نوامبر په ٢۴ مه چې په گاریسا کې په یوه رستورانت او یو بازار کې د بمونو کومې حملې وشوې، شپږتنه په کې ووژل شول او ډیرنورپه کې ټپیان شول، گومان کیږي چې هغه هم الشباب کړیدي.

د نوامبر په ٢٨ مه د کینیا پولیسو په ماندیرا کې، د سړي تښتوونو اوچاودنو د جرمونو د پیښو نه وروسته په گرځیدو یو سلو لس ورځې بندیز اعلان کړ.

د دوه زره او یولسم کال د ډسمبر په یوولسمه ، یو کس چې ځان یې د الشباب غړی وښوده، په واجیر کې په یوه کلب کې د بمونو حمله وکړه، پنځه ویشت کسه یې زخمیان کړل.

ددې روان کال د جنورې د میاشتې په یوولسمه کینیایي پولیسو په کینیایی نژاده سومالیی مهاجرو باندې وروسته له هغه حمله وکړه چې د کینیا په شمال ختیځه سیمه کې د الشباب کسانو په پولیسو، پوځیانو او ولسي خلکو حمله کړې وه.

پرون د مارچ په لسمه ، کینیایی مامورینو، په نایروبی کې د بم د حملې پړه چه څلور تنه په کی ووژل شول او څلورویښت تنه په کی زخمیان شول، د الشباب په جگړه مارانو واچوله .

XS
SM
MD
LG