د لاس رسي وړ اتصالات

الشباب، د سومالیا د لوړو زده کړو پر وزرات برید کړی


د پېښې په ځای کې د څلورو برید ګرو مړي پراته دي. راپورونه وايي چې په برید کې اته تنه نور هم وژل شوي دي.
د پېښې په ځای کې د څلورو برید ګرو مړي پراته دي. راپورونه وايي چې په برید کې اته تنه نور هم وژل شوي دي.

د الشباب جګړه مارې ډلې په پلازمېنې موګادېشو کې د سومالیا د لوړو زده کړو د وزارت پر ودانۍ برید وکړ.

پولیس چارواکي وايي د وزارت پر یو لوی دیوال لومړی برید وشو بیا ډزې پیل شوې. الشباب ډلې وار د مخه د برید مسولیت منلی دی.

بریدګرو د ودانۍ لومړی او دویم پوړ ته ننوتلي وو، خو د سومالیا او د افریقا د اتحادیې ګډو ځواکونو یې مخه ونیوله او ودانۍ له جګړه مارو تشه کړه.

د پېښې په ځای کې د څلورو برید ګرو مړي پراته دي. راپورونه وايي چې په برید کې اته تنه نور هم وژل شوي دي.

پر کومې ودانۍ چې برید شوی دی، د سومالیا د پطرولیم او کانونو وزارت هم په کې دی.

د الشباب مخکنی برید

د الشباب جګړه مارې ډلې د همدغې میاشتې په پیل کې د کینیا د ګریسیاد یو پوهنتون په لیلیې برید وکړ او ۱۴۸ تنه یې ووژل.

الشباب وايي دغه برید یې ځکه وکړ چې د کینیا ځواکونه په سومالیا کې د الشباب د جګړو مارو پر ضد عملیاتو کې برخه لري، سومالیا د الشباب ډلې اصلي مرکز دی.

سومالیا د الشباب ډلې د ۱۱ مشرانو پر سر جایزې اعلان کړې دي، په دغو مشرانو کې د الشباب د ډلې رهبر او د کینیا د برید پلانوونکی شامل دي.

دغه جایزې د تېرې سه شنبې په ورځ اعلان شوې، کینیا د الشباب د ډلې د مشر د نیولو په بدل کې دوه نیم سوه زره ډالره جایزه اعلان کړې او د پاتې لسو نورو مشرانو پر سر یې بیا د ۱۰۰ او ۱۵۰ زرو ډالرو ترمنځ جایزې ټاکل شوي دي.

XS
SM
MD
LG