د لاس رسي وړ اتصالات

ثریا دلیل: د افغانستان د ښځو نوې سیاسي څېره


ثریا دلیل: د افغانستان د ښځو نوې سیاسي څېره
ثریا دلیل: د افغانستان د ښځو نوې سیاسي څېره

د عامې روغتیا وزارت سرپرسته میرمن ثریا دلیل د کابېنې له هغو غړو ده چې پارلمان یې کارونه ستایلي خو همدې پارلمان ورته د باور رایه هم نه وه ورکړی، د امریکا غږ خبریال رحیم ګل څاروان د میرمن دلیل د کارونو او فعالیتونو په اړه يو رپورټ جوړ کړی چې ستاسو پام ورته را اړوم.

ميرمن ثریا دلیل په کابل کې زېږېدلې خو اصلا د فاریاب د اندخوی ده، ښوونځی په کابل کې لوستی او د کابل له معالجوي طب په کال ۱۳۷۰ کې فارغه شوې، پنځه کاله مخکې یې د هاروارډ له پوهنتون نه د روغتیا په پالیسۍ او اداره کې ماسټري کړې، په مختلفو نړیوالو روغتیايي ادارو کې یې کار کړی او اوس د عامې روغتیا وزارت سرپرسته ده.

ډاکټر ثریا دلیل، د عامې روغتیا وزارت سرپرسته: "زه د درېیو اولادونو مور یم، زامن مې يو یې څوارلس کلن دی، بل نهه کلن او بل څلور کلن دی، خاوند مې هم د طب ډاکټر دی، دا اوس په کابل کې له خپل پلار سره یوځای اوسم."

ميرمن ثريا دلیل وايي له هغه وروسته چې د جمهور رئیس کرزي له خوا د عامې روغتیا وزارت سرپرسته نومول شوې تر دې دمه یې د روغتیا په برخه کې زیاتې لاسته راوړنې لرلي، نوموړې تر ټولو مهمه خپله لاسته راوړنه د وزارت د دبودېجې لګښت یادوي وايي چې اوس د وزارت د بودېجې مصرف اووه څلوېښت فیصده شوی دی چې پخوا ددې له راتګ دومره نه وو، هغه دا ډول وايي د مالېې وزارت ورته د تدارکي خدماتو د ترسره کولو اجازه ورکړې او هغه هم ددې لپاره ظرفیتونه په وزارت کې لوړ شوي دي.

ډاکټر ثریا دلیل، د عامې روغتیا وزارت سرپرسته: "دري اتیا بابه نوي صحي کلینیکونه او روغتونونو په څلور دېرش ولایتونو کې پرانستل شوي او په ټولو ولایتونو کې د یو سلو دوه ویشت صحي واحدونو د اعمار او ساختمان کار لګیا دی، چې له دې جملې شپږ ویشت مراکز به ددې لمریز کال تر پایه ګټې اخېستې ته چمتو شي".

ميرمن ثریا دلیل وايي په افغانستان کې په کلیوالو سیمو کې لاهم روغتیايي خدمات هغومره ندي چې باید وي، هغې پنځلسو ولایتونو ته د روغتيایي خدماتو د ارزولو په موخه سفرونه کړي دا ځل هم د جوزجان ولایت ته وو، میرمن دلیل له اصله د فاریاب ده او په خټه ازبکه ده او په جوزجان کې یې هرکلی تود وو، د جوزجان ډېرېو کلیوالي مشرانو له هغې په خپلو سیمو کې د روغتيايي حالت د ښه کولو غوښتنه درلوده، د میرمن دلیل په اړه مشهوره ده چې هغه د یو څه ځواب ژر نه ورکوي او د کارونو په اوارولو کې یې ژمنې دومره نه وي، هغه په خپله وايي د خلکو ستونزې زیاتې دي ولې د وعدو پر ځای د یو ستونزې په عملي کولو پسې ګرځي.

ميرمن ثریا دلیل، د عامې روغتیا وزارت سرپرسته: "مونږ داسې ځایونه او ولایتونه په افغانستان کې لرو، چې ډېر غرني دي لارې یې سختې دي، پدغو ولایتونو کې ناروغان مجبور دي دوه ورځې مزل وکړي، چې صحي مراکزو ته ورسیږي یا يو شپه او يوه ورځ لاره ووهي، یعنې په منځنۍ کچه شپته په سلو کې افغانان د یوه ساعت مزل په اندازه له صحي مراکزو لرې دي".

میرمن دلیل په وروستیو کې نارامه کندهار ته هم تللې وه او هلته یې د صحي علومو د انستیتوت ودانۍ پرانېسته، ددې انستیتوت په پرانستلو به له یوه اړخه د روغتیايي کارکوونکو په روزنه کې مرسته وشي او له بل اړخه به همدغه ولایت ته مهم خدمات وړاندې شي.

له میرمن دلیل مې وپوښتل چې د وزارت په وړاندې یې عمده ګواښونه څه دي، هغه وايي په بشري منابع کې کمښت لري، صحي ښځينه کارمندانو ته اړتیا شته ده، د متخصصینو کمبود دی ، په لرو پرتو سیمو کې ماليي ستونزې لري، شفاخانې لا اوس هم لږ ماليي امکانات لري، هغه د بې کیفیته دواء واردول هم لویه ستونزه بولي.

میرمن ثریا دلیل، د عامې روغتیا وزارت سرپرسته: "ميرمن دلیل په لومړي وار له پارلمان د باور رایه وانخیستلی شوه ولې همدې پارلمان د یوې سرپرستې په توګه د هغه درناوی وکړ، له میرمن دلیل مې وپوښتل چې ولې پارلمان ورته د باور رایه ور نه کړه هغې وویل چې د پارلمان د هرې پرېکړې احترام کوي او هغوی د خلکو استازي دي، دا چې نوموړی به د عامې روغتیا وزارت ته د وزیرې په توګه راتلونکي نوي پارلمان ته د باور د رایې د اخېستو لپاره معرفي شي او که نه میرمن دلیل وايي دا د جمهور رئیس کرزي خپله پرېکړه ده او دا چې دا یې دې وزارت ته د سرپرستې په توګه معرفي کړي هم ترې مننه کوي".

XS
SM
MD
LG