د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا ومنله چې، د سوريي ځانمرګی بریدګر امریکایی و


د امریکا خارجه وزارت ویاندې جین پاسکي وویل، دا خبره صحیح ده چی هغه سړی ابوهریره الامریکي، د متحده ایالاتو تبعه ؤ.

د امریکا خارجه وزارت ویاندې جین پاسکي وویل، دا خبره صحیح ده چی هغه سړی ابوهریره الامریکي، د متحده ایالاتو تبعه ؤ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا خبر تایید کړی دی چې یوه امریکايي په سوریه کې ځانمرگی برید کړی دی .

د خارجه وزارت ویاندې جین پاسکي، په واشنګټن کې د مۍ د میاشتې په دیرشمه په یوې خبرې غونډې کې وویل، دا خبره صحیح ده چی هغه سړی، ابوهریره الامریکي، د متحده ایالاتو تبعه ؤ.

میرمن پاسکي وویل «مونږ، سوریی ته د خارجي جنگیالیو تلو راتلو اندیښمن کړي یو. دا مشکله ده چې سړی مشخص تحلیلونه او معلومات ورکړي خو مونږه د مهمو متحدو ملکونو سره په تماس کې یو، سوریي ته د خارجي جنگیالیو ددغه بهیر په هکله اندیښنې لرو. په دغه سیمه او اروپا کې زمونږ ملګري هم ډیر اندیښمن دي،څو میاشتې وشوې چې مونږ ته دغه اندیښنه لوییدلې ده.»

په سوريي کې له القاعدې سره تړلې د النصره ډلې سه شنبې په ورځ په ټویټر کې یو لړ پیغامونه خپاره کړل چې یو امریکايي ځانمرګی برید کړی دی .

دا حمله د یکشنبې په ورځ ( مۍ ۱۸) د سوریي د عدلیب په ایالت کې شوې ده.

یوه ویډیو چې په انټرنټ کې خپره شوې، ښیي چې دغه امریکایي په ټرک موټر کې چاودونکي مواد باروي او بیا له لږ فکر کولو وروسته چاودنه کوي .
XS
SM
MD
LG