د لاس رسي وړ اتصالات

چین د گاونډیانو سره د ملکیت جنجال لري


د جنوبي چین په سمندرگي باندې د چین او د گاونډیو هیوادونو ترمنځ کړکیچ روان دی.
د جنوبي چین په سمندرگي باندې د چین او د گاونډیو هیوادونو ترمنځ کړکیچ روان دی.

د آسیا د جنوب ختیځو هیوادو د ټولنې (اسیان) غونډه نن د مالیزیا په پلازمینې کوالالمپور کې ددې هیوادونو د مشرانو په گډون پیل شوه.

د غونډې په لومړی ورځ، د سمندر پر ملکیت جنجالي بحث وشو چی چین، تایوان، فیلیپین، ویتنام، برونای او مالیزیا هېوادونه په دغو اوبو کې مختلفې دعوې لري

د مالیزیا صدراعظم نجیب رزاق خبریالانو ته وویل چې د غونډې گډونوالو د جنوبي چین د سمندرگي د ملکیتي ستونزو په اړه د اسیان د پخوانیو پریکړو پر عملي کولو ټینگار وکړ.

"ښاغلي رزاق وویلموږ به د چین سره رغوونکې بحث ته ادامه ورکړو او چین زموږ دریځ درک کوي. موږ هیله من یو چې د چین پر دریځ به تاثیر واچوو او چین په گټه هم ده چې په دې سترگه ورته ونه کتل شی چی له اسیان سره ټکر کوي. او هره هڅه چی ددې سیمې د بې ثباته کولو لپاره کېږی په هغې کې د چین گټه نشته. "

یوه ورځ وړاندې فلیپین ویلي وو چې اسیان باید د چین لخوا په سمندر کې د سیمې د غصبولو په وړاندې چټک گامونه واخلي، او که داسي ونکړي چین به پر دغو سیمو بشپړ واکمن شي.

چین په سمندر کې د تاسیساتو جوړول خپل حق گڼي او ادعا کوي چې دا د چین ملکیت دی او دا کار د چینایي کب نیوونکو د تقویې دپاره کوي.

د جنوبي چین پر بحیرې باندې د ملکیت شخړه د سیمې امنیت له گواښ سره مخامخ کړی دی
د جنوبي چین پر بحیرې باندې د ملکیت شخړه د سیمې امنیت له گواښ سره مخامخ کړی دی

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند هانگ لي وویل" د چین له خوانه د جنوبی سمندر په ټاپوگانو کې د تاسیساتو جوړول په بشپړه توگه د چین د خپلواکۍ په چوکاټ کې کار دی. دا یو معقول، عادلانه او قانوني کار دی. پر بل هیڅ هیواد اغېزه نلري. د ځینو هیوادو نیوکې پرچین باندې په بشپړه توگه غیرمنطقي دي."

چین د جنوب پر ټول سمندر دعوه کوی په دې کې سمندری لارې او د کب نیولو غنی ساحی شاملی دی. له دېنه پرته دا باور هم موجود دی چی تراوبو لاندې د تیلو او طبیعی گازو غني ذخیرې شته دي.

هان لي زیاته کړه "چین په ډیره کلکه د هغو هیوادونو د هڅو غندنه کوي چې د خپلو شخصي گټو په خاطر، د اسیان او چین ترمنځ په اړیکو کې چین له خوږ گوتې نه نيسی. چین د سیمه ایز امنیت کلک ملاتړی دی او موږ به د چین د جنوب سمندر موضوعات د دیپلوماسي له لارې حل کړو.

فیلیپین په ٢٠١٣ م کال کې د اوبو د تقسیماتو په برخه کې د نړیوال قضاوت غوښتنه وکړه او د چین د ملکیت دعوی یې رد کړې ده.

اسیان په دې جنجال کې ډیر محتاط دی چې چین خوابدی نه شي ځکه چې د سیمې له ټولو هیوادونو سره پراخې سوداگریزې اړیکې لري.

XS
SM
MD
LG