د لاس رسي وړ اتصالات

جنوبي کوریا: د شمالي کوریا د برید په مقابل کې به د سیاسي عواقبو پروا ونکړو


د جنوبي کوریا ولسمشرې د شمالي کوریا سره د مخ پر زیاتېدو لفظي جګړې په لړ کې سختې خبرې کړي دي.

په یوې غونډه کې چې د دوشنبې په ورځ یې د دفاع د وزارت د چارواکو سره درلوده، د جنوبي کوریا د ولسمشرې پارک ګیون های، څخه نقل قول شوی دی چې د شمالي کوریا د هر ډول حملې په صورت کې به قوي او پر وخت ځواب ورکړي-- پرته له دې چې سیاسي عواقبو ته یې پاملرنه وکړي.،،که چیري شمالي کوریا پر جنوبي کوریا باندي برید وکړي نو د جنوبي کوریا له خوا باید سخت خبرګون وښودل شي او سیاسي عواقب په پام کې ونه نیول شي.،،



په دې ورستیو اونیوو کې د شمالي او جنوبي کوریا ګانو ترمنځ اندېښنې د شمالي کوریا د ګواښونو وروسته زیاتې شوي دي. شمالي کوریا د جنوبي کوریا او امریکا د ګډو عملیاتو په ځواب کې ګواښ کړی دی چې د دواړو هیوادونو سره به جګړه پیل کړي.

تراوسه پوري لاه دا په ډاګه شوې نه ده چې د ولسمشرې پارک فرمان به د امریکا پر پوځ باندي چې د روانې اونۍ په پيل کې یې د جنوبي کوریا سره یوه نوې موافقه لاس لیک کړه، څه تاثیر ولري. د هغې موافقې په لړ کې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ رامنځ ته شوې، جنوبي کوریا امریکا ته د شمالي کوریا د ممکنه برید په مقابل کې د دفاع زیات رول ورکړی دی.
XS
SM
MD
LG