د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د جنوبي کوریا سره د ملاتړ قوي تعهد وکړ


امریکا د جنوبي کوریا سره د ملاتړ قوي تعهد وکړ
امریکا د جنوبي کوریا سره د ملاتړ قوي تعهد وکړ

په داسي حال کې چې دامرېکا دحکومت ېو استازی بېجېنگ ته روان دی ترڅو د چېن دمشرانو سره دکورېا په ټاپو وزمې کې د موجوده بحران دحل لپاره دخبرو ېوه لاره راپېدا شي ،هغه نن د جنوبي کورېا حکومت ته ډاډ ورکړ چې امرېکا ېې بشپړ ملاتړ کوي.

دشمالی کورېا دچارو لپاره دامرېکا لوړ پوړي استازي سټېفن بازورټ، چېن ته دخپل سفر نه مخکي نن په سېول کی دجنوبی کورېا مشرانو ته اطمنان ورکړ چې د جنوبی کورېا مشران باېد دهغه په قول دامرېکا سره د خپلو پېاوړو اړېکو په اړه پوخ باور ولري. سټېفن بازورټ ووېل چی د دواړو خواو ترمنځ ډېره نژدې همکاري موجود ده.

نوموړی پرون سېول ته ورسېده او هېله ېې څرگنده کړه چی دکورېا دټاپو وزمې دراتلونکې په باب به خبري شروع شی. هغه نن دجنوبی کورېا دخارجه وزېر سره هم وکتل.

پرون په واشنگټن کی دامرېکا دملی امنېت سلاکار ټام ډانېلون د چېن دخارجه وزېر ېانگ جېچی سره وکتل او ټاکل شوی ده چې دچېن جمهور رېس هو جېن تاو په ېوه رسمی سفر باندی واشنگټن ته را روان شي.

XS
SM
MD
LG