د لاس رسي وړ اتصالات

جنوبي سوډان کې پر ماشومانو جنسي تیري زیات شوي


له ماشومانو نه د ملګرو ملتونو د ملاتړ سازمان (یونیسف) خبرداری ورکړی چې د د جنوبي سوډان د روانوجګړو په ترڅ کې زیات شمېر کم عمره عسکر وژل کیږي اویا نور پوځیان ترې جنسي کار اخلي.

یونیسف وايي یوازې سږکال د جنوبي سوډان په کورني جنګ کې ښکیلو خواو تقریبا ٦٥٠ کمکي او کم عمره ماشومان خپلو لیکو ته جلب او جذب کړي دي.

د یونیسیف ویاند، کریسټا بویاغ، امریکا غږ ته وویل چې اوس دا ویره شته چې د جنوبي سوډان په پلازمینه یوبا او نورو برخو کې د سیالو ډلو ترمنځ د جنګ په پېلېدو سره زیات شمیر کمکي هلکان د جنګ لیکو ته جذب کړل شي.

هغه وویل " کله چې کم عمره ماشومان له نورو وسله والو ډلو سره په جنګ کې ملګري شي، د سختو فیزیکي او روانې ستونزو ښکار کیږي. که حالت همداسې وي، کمکي ماشومان به په زوره او جبر په جنګ کې داخل کړل شي.غوښتنه کوو چې سمدستي باید وسله والې ډلې د کم عمره هلکانو جذبول بند کړي".

نوموړي وویل چې په ٢٠١٣ کې د جنوبي سوډان د سیالو ډلو ترمنځ د کورني جنګ د شروع کېدو راوسته ۱۶۰۰۰ ماشومان په زوره جنګ کې داخل کړل شوي، خو په خبره یې یونیسف ١٧٧٥ ماشومان د جګړو له لیکو ژغورلي دي.

د یونیسف په رپورټ کې ویل شوي چې که جنګ زر ختم نشي، په جنوبي سوډان کې به په لسګونو زره ماشومان له بد برخلیک سره مخامخ شي او د هغوی پرضد به د تشدد او جنسي تیري پېښې زیاتې شي.

کریسټا بویاغ وویل چې سږکال د جولاۍ په اتمه په جوبا کې د جنوبي سوډان د حکومتي او یاغیانو ترمنځ دجنګ په دوران کې زیات شمیر واده شوې ښځې او نجونې د حکومتي عسکرو د جنسي تیرې ښکارشوې.

هغه وویل په دوامداره ډول په جنګ له کمکي هلکانو او ان واده شویو نجونو څخه د جګړې د وسیلې په توګه کار اخیستل کیږي، چې باید یې له عاملانو سره حساب او کتاب وشي.

په جنوبي سوډان کې له تیرو دریو کلونو نه د کورني جنګ د شروع کېدو سره سم دغه لوبه روانه ده، یونیسف رپورټ ورکوي چې ١٢٠٠ هلکان په جنګ کې وژل شوي دي او له ١٣٠٠٠ نه زیات ورک دي، چې په جبر او زور له خپلو کورنیو نه جلا شوي او تښتول شوي وو.

XS
SM
MD
LG