د لاس رسي وړ اتصالات

په نړۍ کې یو بل هیواد زیات شو


په نړۍ کې یو بل هیواد زیات شو
په نړۍ کې یو بل هیواد زیات شو

د نړۍ د هیوادونو په لست کې یو بل هیواد هم زیات شو. دا هیواد جنوبي سوډان دی او په پایتخت جوبا کې خپله خپلواکي لمانځي.

کله چې عسکرو د جنوبي سوډان نوی بیرغ اوچتاوه او د شمالي سوډان بیرغ یې ښکته کاوه په سلګونو زره وګړي راټول شوي و.

د مراسمو ګډون کوونکو د شمالي سوډان د جمهور رئیس عمر البشیر په ګډون د یو شمیر سترو مقاماتو له لورې د جنوبي سوډان د خپلواکي د رسمي اعلان په هکله څرګندونې واوریدې.

سوډان تیره شپه د نړۍ د یو نوي هیواد په توګه رامنځ ته شو. د جنوبي سوډان جمهور رئیس سلفا کییر له خپلو هیوادوالو وغوښتل چې یوه سوکاله ټولنه او اقتصاد رامنځ ته کړي.

"د بشري سوکالۍ په ټولو جدولونو کې له ټول بشریت څخه مونږ وروسته پاتې یو. ددې هیواد ټول اوسیدونکي باید خپله ټوله انرژي او منابع د یو خوزنده اقتصاد د رامنځ کولو لپاره ولګوي"

جمهور رئیس اوباما پرون په یوه اعلامیه کې وویل په دې ویاړي چې د جنوبي سوډان سره دیپلوماتیکې اړیکې ټینګوي. هغه د جنوبي سوډان خپلواکي یو تاریخي بریالیتوب وګاڼه.

جنوبي سوډان چې له څو لسیزو کورنیو جګړو او څه دپاسه دوه میلونو وګړو د وژل کیدو وروسته رامنځ ته شو، د سختو چلنجونو سره مخامخ دی. ددې هیواد اکثریت د ورځې په یوه ډالرعاید ژوند کوي.

د اوسني شمالي سوډان جمهور رئیس عمر البشیر په خپله وینا کې سلفا کیر د جنوبي سوډان د نوي هیواد د جمهور رئیس په توګه په رسمیت وپیژاند او دجنوبي سوډان سره یې د نورو همکاریو وعده وکړه.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کی مون په خپل غښتلي پیغام کې وویل چې شمال او جنوب لا هم په واقعي لانجه کې ښکیل دي.

"په دې وروستیو اونیو کې مونږ نوي تاو تیرخوالي او بشري تلفات ولیدل چې د خطرناکو لفاظیو په نتیجه کې رامنځ ته شوي و. نو نن دا د شمال او جنوب لپاره یو فرصت دی چې په زغرده څرګنده کړي چې دوی د سولې د پریکړې د هغو وظایفو سر ته رسولو ته متعهد دي چې نه دي عملي شوي"

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې سوزان رائیس وویل امریکا به د جنوبي سوډان سره د یو رښتیني دوست په توګه اړیکو ته دوام ورکړي.

"هیڅ رښتینی ملګری به د غلطې تسلۍ وړاندیز ونه کړي. مخ په وړاندې لار به سخته او ستونزو ډکه وي. خو د جنوبي سوډان جمهوریت د سترو هیلو په هدف وزیږید"

په واشنګټن کې یو شمیر مهاجر سوډانیان راټول شوي و. یوه هم الیزابت کوچ وه چې لس کاله مخکې له سوډان څخه تښتیدلې وه.

"ما د مبارزې په وخت جګړه نه ده کړې. اوس زه یوه وسله لرم چې وجنګیږم. خو د جګړې لپاره زما وسله داده چې بیرته لاړه شم او د اړو خلکو او ټول ولس سره مرسته وکړم"

جنوبي سوډان وزیږد، خو دا نوی زیږیدلی هیواد به زیاتو پرمختیایي مرستو ته اړتیا ولري او دا هغه ستره هیله ده چې دوی ورته په تمه دي.

XS
SM
MD
LG