د لاس رسي وړ اتصالات

ایتلاف وايي په جنوب کې د پسرلي پر ځای اوس جګړه جدي کوي


ایتلاف وايي په جنوب کې د پسرلي پر ځای اوس جګړه جدي کوي
ایتلاف وايي په جنوب کې د پسرلي پر ځای اوس جګړه جدي کوي

د امریکا اردو وایي د افغانستان په جنوب کې یې پرمختگ کړی دا په داسې حال کې دي چې دوی غواړي د پسرلنیو عملیاتو د مخنیوي په مقصد په روان ژمي کې جگړه جدي پرمخ بوزي.

د افغانستان د جنوب د کنترولولو لپاره جگړه روانه ده. د هلمند ولایت د سنگین ولسوالۍ په افغانستان کې د دوه زره یو کال راهیسې د سختو جگړو شاهده وه.

تورن جنرال ریچارد میلز د افغانستان په جنوب کې سیمه ایز قوماندان دی. هغه وایي:

"زه فکر کوم چې خلکو د تلفاتو رپوټونه لیدلي دي. مونږ دلته د ټولو ملتونو څخه زړور عسکر له لاسه ورکړي چې جدي او زړوره جگړه یې کوله، خو متاسفانه چې دا جگړه ده. دا جنگ دی او تلفات په کې شته. زمونږ عسکر مړه شوي او ټپیان شوي، خو زه تاسې ته اطمینان درکوم چې غلیم ته هم زیات تلفات رسیدلي دي"

د یاغیانو لپاره دا مهم ځای دی چې د طالبانو او د مخدره توکو ټاټوبی ورته ویل کیږي.

"په دې کې هیڅ شک نشته چې یاغیان سرسخته جنگیالي دي. هغوی له اوږدې مودې راهیسې په جگړه کې دي، او هغوی عادي مخالفین نه دي. خو مونږ هغوی پوره په شا تمبولي او مات کړي مو دي"

خو وروسته بیا سوله راغله. په جنورۍ کې قومي مشران یو ډول متارکې ته ورسیدل چې محلي طالبان به د پوځ په وړاندې جگړه بس کړي او هغوی به په ازاده توگه تگ راتگ کوي.

تورن جنرال میلز وایي نوموړی خوشبینه دی چې سوله به دوام وکړي.

امریکا نور څوارلس سوه عسکر افغانستان ته لیږدوي او جنرال میلز غواړي چې له هغوی څخه په ژمي کې د جگړې د پرمخ بیولو لپاره گټه واخلي.

" مونږ په ژمي کې چې دلته د رواج له مخې د جگړې فصل نه دی هم پر هغوی فشار وارد کړی او هر چیرته مو د جگړې په میدان کې په شا تمبولي دي"

نوموړی وایي، مونږ یو ښه فرصت لرو چې د اضافي ځواکونو څخه گټه واخلو او هغه بریالیتوبونه چې مونږ تر لاسه کړي هغه ددغو اضافي عسکر په لیږدولو سره نور هم پیاوړي کړو.

XS
SM
MD
LG