د لاس رسي وړ اتصالات

جنوبی کوریا غواړي د شمالې کوریا سره کړکیچ په خبرو حل شي


د جنوبي کوریا نوي جمهور رئیس د پنجشنبي په ورځ په نړیواله کچه هڅې پیل کړي دي چې د شمالي کوریا د وسلو جوړولو پرسر راپورته شوی بحران راکم کړي.

جمهورئیس مون جې این په دی ټینگار کړی دی چې د شمالې کوریا مسئله دی د خبرو اترو او د بندیزونو د لاری حل شي. او دغه راز ېې ددی هڅې پیل کړي دي چې د امریکا د توغندیو ضد د سیسټم په سر د چین خفگان را کم کړي.

مون جې این چې یو روښان فکره او د بشري حقوقو پخوانې د مدافع وکیل هم دی د چهارشنبې په ورځ ېې لوړه وکړه. هغه د جمهور رئیس په حیث ېې په خپلې لومړینۍ وینا کې وویل چې هغه به سمدستې د هغو امنیتي کړکیچنو غم وخوري چې د کوریا په ټاپو کې یې د جنگ ویره خپره کړي.

مون لومړی د چین د جمهور رئیس ژی جی پینگ اوبیا ېې د جاپان د صدراعظم شینزو ابي سره خبرې وکړی.

د خبرو زیاتره برخه په دی متمرکزه وه چې د شمالې کوریا د اتومی وسلو او دبالسټکې توغندیو پروگرام ته څه ډول ځواب وویل شي، چې د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا د قوانینو نه سرغړونه هم ده.

د ښاغلی مون، ویاند یون ینگ چین وویل، چې د جنوبي کوریا مشر د چین جمهور رئیس ته وویل" د شمالي کوریا پرضد بندیزونه لگلولو معنی دا ده چې دغه هیواد خبرو ته راضي شي او د اتومي وسلو پرگروام ېې ختم کړل شي".

ښاغلی مون د پخوانې محافظه کاره جمهور رئیس پر پرتله د خبرو لاره غوره کړي او د لیدوکاتو ملاتړی دی. هغه وویل"که شرایط برابرشي نو دی تیار دی چې پیانگ یونگ ته ولاړي شي."

د شمالی کوریا سره د ښاغلي مون د خبرو ملاتړ د امریکا د متحده ایالاتو د دریځ څخه توپیر لري. د امریکا متحده ایالات د جنوبي کوریا مهم متحد هیواد دی.

امریکا ددی هڅه کوي چې په پیونگ یانگ باندي د بندیزونو د لگولو سره فشار نور هم زیات کړي.

د امریکا جمهور رئیس د ډونلډ ټرمپ چې د مون سره یې د دو شنبې په ورځ خبرې وکړی، د دی میاشتې په پیل کې ویلې و، که شرایط برابر وي نو دی به د شمالې کوریا د مشر سره ملاقات وکړي او دا به د هغه لپاره د ویاړ خبره وي.

امریکایي چارواکو ویلي دي، چې په اوسنېو شرایطو کې دوي د شمالې کوریا سره په نړیواله کچه د خبرو اترو د پیلولو کوم ارزښت نه ویني او پیانگ یانگ باید دا روښانه کړي چې دوی د خپلو اتومي وسلو ختمولو ته ژمن دي.

د امریکا د بهرینو چارو وزارت ویلې دي چې واشنگټن د شمالي کوریا په اړه د سیول سره له نږدی کارکړي.

سیمه ایزه چارواکې په دی باور لري چې له څو میاشتو راهیسي شمالې کوریا ددی تیاری نیسي چې شپږمه اتومي آزموینه وکړي.

او دغه راز شمالې کوریا په دی هم کار کوي چې په اتومي وسلې سنبهال توغندي جوړ کړي چې د امریکا متحده ایلاتو پوری ېې ورسوي. او دا د ټرمپ د حکومت دپاره تر ټولو مهمه امنیتې مسئله ده.

XS
SM
MD
LG