د لاس رسي وړ اتصالات

آیا په ستورو کې معادن شته؟


ځيني سازمانونه وايي چې د ستورو د معادنو استخراج باید د ټولې نړۍ په ګټه وشي
ځيني سازمانونه وايي چې د ستورو د معادنو استخراج باید د ټولې نړۍ په ګټه وشي

لوګزامبورګ - د جرمني، فرانسې او بلجیم تر منځ وړوکي هیواد چې ټول نفوس یې شاوخوا ۵۰۰ زره دی - مځکې ته نږدې او د لمریز نظام دننه په نسبتاً کوچنیو ستورو کې د معادنو په لټه کې دی.‌

د لوګزامبورګ حکومت ۲۲۳ میلیون ډالره داسې یوې پروژې ته ورکړي‌ چې له ستورو نه کمیابه معدني توکي مځکې ته راوړي.

په ستورو کې د معدني توکو د لټون او استخراج خبره نوې نده او دا مهال تر لسو ډیر بډایه هېوادونه پدغه ډول هڅو اخته دي.

ساینسپوهان وايي په ځينو ستورو کې ښايي لاجورد، سره او سپین زر، پلاتینیم، رودهیم، وسپنه، ایریدیم او داسې نور توکي وي چې موندل او استخراج یې د انسانانو د مخ په ودې اړتیاوو لپاره اړین کار دی.‌

د رویترز د آژانس په لیکنه ساینسپوهان دغه راز په ستورو کې په نورو ناپیژندل شوو کیمیاوي توکو پسې کرځې چې د مخابراتي اړیکو د لا سمون سربیره لرو پرتو ستورو ته د سپوږمکیو (سفینو) د استولو لپاره د سون توکي برابر کړي.

(آیا تاسو غواړئ چې پر امریکاغږ پښتو وبپاڼۍ ډیر علمي، فرهنګي، روغتیايي او روزنیزو مطالب ولولئ؟ پر فیسبوک مو خپل نظر او وړاندیز راته ولیکئ. پته مو داده: www.facebook.com/voapashto/)

XS
SM
MD
LG