د لاس رسي وړ اتصالات

په هسپانیې کې په لسګونو زره خلګ لارو کوڅو ته راوتلي


په هسپانیې کې په لسګونو زره خلګ لارو کوڅو ته راووتل او د حکومت د هغې پریکړې پر ضد یې احتجاج وکړ چې غواړي حکومتي لګښت راکم کړي. په دغه هیواد کې د حکومت د لګښت د کمولو پرضد دغه تحریک یو کال مخکي تاسیس شو او په ټولې سیمه کې یې اوس رېښې موندلي دي.

د مادرید په مرکزي پیورتا دیل سول پلازا کې چې د اقتصادي بې عدالتۍ پرضد د تحریک په اصطلاح د زېږېدو ځای دی، په لسګونو زره خلګ راغونډ شوي وو. دغه راز په بارسیلونا او نورو کوچنيو ښارونو کې هم په لسګونو زره خلګ راغونډ شوي وو او د حکومت پرضد یې مظاهرې وکړې.

مظاهره کونکو ویلي دي چې دوي به د مې تر ۱۵ مې نېټې پوري خپلو مظاهرو ته ادامه ورکړي چې د خپلو مظاهرو لومړۍ کلیزه ولمانځي. چارواکو ویلي دي چې مظاهره کونکو ته به اجازه ورنکړي چې د مظاهرو په سیمو کې شپه تیره کړي.

په هسپانیې کې د بې کارۍ کچه ۲۵ په سلو کې ده او تقریبا د ۲۵ نه کم لرونکي هسپانیویان د جملې نه سم نیمايي یې بې کاره دي.

XS
SM
MD
LG