د لاس رسي وړ اتصالات

سپنتا: د پاکستان په وړاندي د حکومت دریځ ملاتړ کوو


ډاکټر سپنتا په خپلو خبرو کې د غازي امان الله خان په هکله د جمهوررئیس غني یو سلاکار ته منسوب شوو څرګندونو ته هم کلک غبرګون وښود
ډاکټر سپنتا په خپلو خبرو کې د غازي امان الله خان په هکله د جمهوررئیس غني یو سلاکار ته منسوب شوو څرګندونو ته هم کلک غبرګون وښود

د افغانستان د پخواني جمهوررئیس د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا وایي، دی او ټیم یې د پاکستان په وړاندې د افغان حکومت له نوي دریځ څخه کلک ملاتړ کوي.

د افغانستان پخواني جمهوررئیس د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا نن د سې شنبې په ورځ د افغانستان د والیانو د ټولنې د فعالیت د پیلیدو غونډې ته په وینا کې وویل، کله چې د وطن مسئله مخې ته راځي نو بیا د سیاسي ډلو مسئله نه شي مطرح کیدلی.

ښاغلي سپنتا وویل "زه ، زما همفکره دوستان او زموږ ټیم، موږ په ټول قوت د پاکستان د تیریو په وړاندې د ګران افغانستان څخه د دفاع په برخه کې د ملي یووالي د حکومت له وروستي دریځ څخه ملاتړ کوو".

ډاکټر سپنتا وویل، په صادقانه توګه وایي چې افغان حکومت چې په وروستیو ورځو کې د پاکستان په وړاندې کوم دریځ نیولی، ټیم به یې پرته له اندیښنې د خاورې د دفاع لپاره د افغان حکومت شا ته روان وي.

د پاکستان په وړاندې د حکومت د پالیسو څخه د ملاتړ په اړه د داکتر سپنتا خبرې
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:19 0:00

نږدې درې میاشتې وړاندې کله چې په رسنیو کې د افغانستان د ملي امنیت د ریاست او د پاکستان د استخباراتو د ادارې آی ایس آی ترمنځ د یو جنجالي تفاهم لیک په هکله په رسنیو کې خبرونه خپارل شول د افغانستان پخواني جمهوررئیس حامد کرزي او ټیم یې په پرله پسې ډول د پاکستان په وړاندې د جمهوررئیس محمد اشرف غني په دریځ سخت انتقادونه پیل کړل چې حتی پخواني جمهوررئیس حامد کرزي دا تفاهم لیک شرموونکی بللی وو.

خو د کابل په شاه شهید او د افغانستان په یو شمیر ښارونو د افغان حکومت د مخالفو وسله والو د خونړیو بریدونو وروسته د افغانستان جمهوررئیس د پاکستان په هکله خپل دریځ کې بدلون راوست او د پاکستان له چارواکو یې وغوښتل چې د خبرو میزته د طالبانو د حاضرولو پرځای دې په دغه هیواد کې د هغو ډلو مخه ونیسي چې د جمهوررئیس غني په وینا د افغان حکومت په وړاندې یې بغاوت کړی دی.

د افغانستان د والیانو د ټولنې د پرانستلو غونډې ته د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو پخواني وزیر او د افغان ملت د ګوند یو مشر ډاکټر انوارالحق احدي په خپلو خبرو کې د اففانستان اوسنې حالت د اندیښنې وړ وباله او وې ویل چې کله د مملکت حالات ښه نه وي د حکومت حالت هم ورسره ښه نه وي چې حتی د مملکت استقلال ته هم خطرونه راولاړوي.

ډاکټر انوارالحق احدي وویل چې د افغانستان امنیت ډیر خراب شوی دی او اقتصادي وضیعت یې هم ډیر ښه نه دی.

ښاغلي احدي وویل " بدبختانه ددغو ټولو مشکلاتو سره سره کوم شی چې مونږ یې اورو، کوم شی چې مونږ ته یې خارجي او داخلي وایي، چې مونږ پوهیږو چې ډیر بدحالت دی، پوهیږو چې په درد کې یاست، مونږ پوهیږو چې سوزیږې ولي بدیل نشته".

ډاکټر انوارالحق احدي وویل چې دده په نظر دا ملت ته توهین دی چې داسې ویل کیږي چې بدیل نشته دی.

دې غونډې ته د افغانستان د پخواني پادشاه امان الله خان لور شهزادګۍ هندیا هم خبرې وکړي خو د پخواني پادشاه لورد نورو مسایلو پر ځای په خپله وینا کې د افغانستان د جمهوررئیس د حقوقي سلاکار عبدلعلي محمدي په هغو څرګندونو باندې وغږیده چې په کې هغه د افغانستان د خپلواکۍ ګټونکي ته ناسم الفاظ کارولي وو.

شهزادګۍ هندیا وویل "زه وایم چې دا سړی بنیادم نه دی، زه دا نه بخښم زمونږ او ستاسو هریو دا نه بخښو، د هغه دا خبره دومره مهمه نه ده ځکه چې پادشاه امان الله خان د ټولو په زړونو کې ځای لري".

تر اوسه ښاغلي محمدي په رسمي ډول دا نه دي ویلي چې هغه د امان الله خان په هکله ګوندې داسې څرګندونې کړي دي.

خو د ښاغلي محمدي د څرګندونو په وړاندې ډاکټر سپنتا کلک غبرګون وښود او وې ویل، دا ټولو افغانانو ته سپکاوی دی، د افغانستان د سترو شخصیتونو په هکله ناسمې څرګندونې د ټول ملت د عزت او شرف باندې تیری دی، چې تاریخ به دا ډول کسان و نه بخښي.

د افغانستان د والیانو ټولنه چې تیرکال د یو شمیر پخوانیو برحالو والیانو په نوښت جوړه شوې هدف یې په افغانستان کې ښه حکومتوالۍ د بهیر پیاوړي کیدل دي.

د کابل پخوانی والي عبدالجبار تقوا وایي چې په ولایتونو کې د حکومت ریښې لا په سمه نه دي غزیدلي نو ځکه د والیانو ټولنه په دې برخه کې حکومت ته ګټورې سلامشورې ورکولی شي.

ښاغلي تقوا وویل "هرکله چې د ونې ریښې ورستې شي هیڅکله ورڅخه د میوې د حاصل تمه و نه لرئ".

دا ټولنه په پام کې لري چې د خپلو نظریاتو د خپرولو لپاره یوه میاشتنۍ مجله هم خپره کړي.

XS
SM
MD
LG