د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د سکیت لوبې پنځم کال ولمانځل شو


په کابل کې د سکیت لوبې د پنځم کال لمانځلو د غوندې یوه څنډه
په کابل کې د سکیت لوبې د پنځم کال لمانځلو د غوندې یوه څنډه

په کابل کې د سکیت لوبو د پیل پنځم کال د افغان ماشومانو لخوا د سکیت لوبو په زړه پورو نندارو په ترسره کولو سره ولمانځل شو.

په افغانستان کې د سکیت د لوبو مسول عبدالقدوس امیني امریکا غږ ته وویل چې دوی اوس مهال په کابل کې ۴۷۰ تنه ماشومان د سکیت په برخه کې روزلي دي او نن یې د سکیت لوبو د پنځم کال لمانځنه وکړه.

د امیني په وینا د تیرو کلنو په پرتله دغې لوبې خورا پرمختګ کړی دی او ورځ تر بلې له سکیت لوبې سره د ماشومانو مینه لا نور هم زیاتیږي.

امیني وايي "نن د سکیت لوبو پنځم کال دی موږ دلته ۴۷۰ تنه زده کوونکي لرو چې ۴۳ فیصده یې نجونې دي".

د امیني په وینا د مرستندویه هیوادونو په مرسته دوی په پام کې لري‌ چې دغې لوبې ته لا نور هم وده ورکړي.

اوس مهال د کابل په ګډون په مزار شریف کې هم افغان ماشومان د سکیت لوبې کوي.

شګوفه چې د سکیت لوبې کوي امریکا غږ ته وویل چې زیاته خوشحاله ده چې دغه لوبه ترسره کوي او هیله منه ده چې وکولای شي نورو نجونو ته یې ور زده کړي.

شګوفه وايي چې د سکیت لوبو ترسره کولو نجونو ته یو ښه چانس دی چې خپله وړتیا وښايي.

شګوفه وايي "ډیره خوشحاله یم چې زه د سکیت لوبغاړې یم سکیت په افغانستان کې نجونو لپاره لوی خدمت دی".

په افغانستان کې د سکیت د څانګې چارواکي وايي چې ماشومانو ته د سکیت لوبې ترڅنګ د سواد زده کړې ، کمپیوتر او دغه راز نورو برخو کې هم روزنه ورکول کیږي چې زیاتره ماشومان د بې وزله کورنیو څخه دي.

د المپیک ځانګړې لوبې

نن په کابل کې د المپیک ځانګړې لوبې په یولسو ورزشي برخو کې ترسره شوې.

په افغانستان کې د المپیک د ځانګړو لوبو مسول عبدالکریم عزیزي امریکا غږ ته وویل چې په دغو سیالیو کې د کابل ښار ۱۵۰ لوبغاړو ګډون کړی وو.

د عزیزي په وینا په دغو سیالیو کې د نورو لوبغاړو ترڅنګ هغو ماشومانو هم ګډون کړی وو چې له ذهني پلوه کمزوري دي او نشي کولای چې په سمه توګه خپلې ورځینۍ چارې ترسره کړي او همدا ورزشي سیالۍ دي چې کولای شي له دوی سره مرسته وکړي او له ښې روغتیا څخه برخمن شي.

عزیزي وايي "دغه سیالۍ له کال ۲۰۰۳ میلادي څخه راپدېخوا په افغانستان کې پیل شوي دي اوس مهال یوازې په مرکزي ولایتونو کې څانګړې لرو او تمه ده چې نورو ولایتونو ته یې هم وغځوو".

د المپیک ځانګړو لوبو چارواکي‌ وايي تمه ده چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د المپيک د نړیوالې کمیټې غړیتوب هم ترلاسه کړي.

د محمد په نوم یوه لوبغاړي امریکا غږ ته وویل چې دی له ذهني پلوه کمزوری دی او همدا ورزشي سیالۍ دي‌ چې ورسره زیاته مینه کوي او د لوبو پر مهال ځان پیاوړی احساسوي.

محمد له چارواکو غواړي‌ چې ورته ښه پاملرنه وکړي.

محمد وايي "ماشومانو ته یو پیغام لرم چې خپل درسونه ووايي او له ځوانانو ته پیغام لرم چې راشي او ورزش وکړي".

د افغانستان د ورزش د برخې چارواکي وايي چې اوس مهال ورزش په افغانستان کې د پرمختګ په حال کې دی او ورځ تر بلې د لوبغاړو شمیر هم زیاتیږي.

دوی اويي هیله من دي چې وکولای شي لوبغاړو ته ښې ورزشي زمینې برابرې کړي تر څو په اساسي توګه خپل ورزش ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG