د لاس رسي وړ اتصالات

د کوچیانو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد د واکسین ځانګړی پروګرام


دا وخت له سړو سيمو څخه د کوچيانو د کوچېدو موسم دی، اوښان يې په لوښو بار، د مېږو او وزو رمې يې ترمخ کړي او د ژمي موسم لپاره تودو سيمو ته د تلو اوږده او ستړي مزلونه وهي.

د کوچي شېرباد خان کورنۍ دوې اوونۍ مخکې له ميدان وردګو ولايته خوست ته راغلې. دوی له نورو کوچيانو سره د مندوزيو ولسوالۍ په صحرا کې د څو ورځو دمې جوړولو لپاره کېږدۍ وهلې دي.

شېرباد خان وايي، چې له پکتيا څخه د راتېرېدو پرمهال واکسيناتورانو يې ماشومانو ته په خوله کې د پوليو دوه، دوه څاڅکي واکسين ورکړي.

" زموږ د کور اووه ماشومان دي. ټولو ته يې په ګردېز کې واکسين ورکړل. په خوله کې يې دوه، دوه څاڅکي ورکړل. خلک وايي، دا د ګوزڼ د مخنيوي لپاره دي "

شېربادخان وايي، چې مخکې د کوچيانو ګڼ شمېر ماشومان د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوي، خو زياتوي، له څو کلونو راهيسې د واکسين په ورکړې سره يې تر ډېره ماشومان له دغې ناروغۍ ژغورل شوي.

هغه وايي کوچيان، واکسيناتورانو د پوليو د واکسين په اهميت يو څه پوهولي دي. هغه له ټولو کوچيانو غواړي، چې ماشومان د پوليو ضد واکسين کړي.

" دا ډېر ګټور دي او له واکسين ورووسته بيا ماشومان پوليو ندي نيولي. موږ وايو، چې ټولو ماشومانو ته بايد ورکړل شي. واکسين کوم تاواني شی ندی، بلکې ګټه لري"

د افغانستان له سړو سيمو څخه زياتره کوچيان د پاکستان تودو سيمو ته ځان رسوي. روغتياپالان وايي، چې د نورو کډوالو ترڅنګ کوچيان هم د پوليو د خطرناکې ويروسي ناروغۍ د انتقال لامل بلل کېږي.

د خوست د کتلوي معافيت امر ډاکټر زاهدالله امريکاغږ ته وويل، چې د کوچيانو په وسيله د پوليو ويروس د انتقال د مخنيوي لپاره يې هغوی ته د واکسين د تطبيق په برخه کې لازم اقدامات کړي دي.

" زموږ واکسيناتوران په سپېره، سيدخېل، قلندر، موسی خېل، عليشېر، ببرک تاڼه او نورو هغو سيمو کې موظف شوي، چې کوچيان پرې تګ راتګ کوي. مخکې دوی مخالفت کاوه، اوس يې پر اهميت پوهیدلي دي"

خوست ولايت د پسرلي او مني په موسمونو کې د پکتيا، لوګر، غزني، ميدان ورګ او ځينو نورو ولايتونو د مېشتو کوچيانو لپاره پاکستان ته د تلو راتلو لاره بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG