د لاس رسي وړ اتصالات

د پيلوټانو له خولې د کابل د سقوط، د غني د وتلو او د افغان هوایي ځواک د ړنګیدو کیسه 


د اګست په ۱۵ نیټه څو ساعته مخکې له هغه چې طالبان کابل ونیسي، د افغانستان هوایي پوځ د له منځه تلو په حال کې وو او ددې پرځای چې پر رانږدې کیدونکو اورپکو یې هوایي بریدونه کړي وای، د هوایي پوځ یو شمیر غړي په خپلو کې سره په نښته کې وو.

د افغان پوځ د یوه پیلوټ او دوو نورو کسانو په وینا چې د پیښې شاهدان وو، د کابل په هوايي ډګر کې د افغان هوايي ځواک یو شمېر منسوبینو چې د هوايي ډګر ساتنه کوله هڅه وکړه چې په زور په یوه پوځي هیلیکوپتر کې چې د پورته کېدو لپاره یې تیاری نیولی و، سپاره شي.

پیلوټ د رویترز اژانس ته ویلي د هیلکوپتر هدف پر ښار ګزمه وه، خو ساتونکي په دې باور وو چې دا هیلیکوپتر هیواد پریږدي او په همدې خاطر هوډمن وو چې ترې پاته نشي. یو بل ساتونکي، چې خپل ټوپک یې پیلټ ته نیولی و هڅه وکړه چې دوی ودروي.

پیلوټ وویل، شخړه رامنځته شو. ډزې وشوې. ډزو هیلیکوپتر سورۍ کړه. د فلزاتو ټوټې والوتلې پیلوټ او یو بل همکار یې ټپیان شول چې دواړو درملنې ته اړتیا درلودله. پیلوټ وویل: "زما مخ له وینو ډک و."

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د همدې ورځې په وروستیو کې له هېواده ووت، چې د امریکا په ملاتړ د حکومت د ړنګېدو بهیر یې له هغه ګړندی کړ، چې حتی تر ټولو بدبینه دفاعي شنونکو یې وړاندوینه کړې وه.

په څو ساعتونو کې، طالبان کابل ته ننوتل او له ګډوډیو څخه د امریکا د ډکې تخلییې لامل شو؛ هغه تخلیه چې د امریکا د ولسمشر جوبایډن حکومت ته یې زیان رسولی دی.

د کابل له سقوط مخکې د افغان هوايي ځواک د غړو د شخړې په اړه تر دې دمخه راپور نه دی ورکړل شوی.

رویټرز د هوايي پوځ او پخوانیو افغان چارواکو څخه هم ځانګړي توضیحات ترلاسه کړل چې د اګست په ۱۵ یې ازبکستان ته د غني او د هغه د ملګرو د پرواز په پټو عملیاتو کې برخه اخیستې وه او کیدای شي چې په هوایي ډګر کې ګډوډي د هغه د وتلو په وخت کې رول لوبولی وي.

دا لړۍ د هغو مفصلو معلوماتو یوه برخه ده چې د رویټرز اژانس لخوا د شاوخوا ۲۰ کسانو څخه راټول شوي او په هغو کې پیلوټان، پوځي پرسونل، حکومتي چارواکي او د افغانستان او متحده ایالاتو د جګړې نور پخواني دخیل کسان شامل دي.

د دوی کیسې د افغان هوایي ځواک په وروستیو ورځو کې، چې یو وخت د هیواد د اردو تاج ګڼل کیده، نوی انځور وړاندې کوي.

متحده ایالاتو په میلیاردونو ډالر په افغانستان کې د هوایي ځواک په جوړولو مصرف کړل ترڅو کابل د اسلامپاله یاغیانو په وړاندې برلاسی کړي. بمباریو بې شمیره طالب جنګیالي ووژل، چې د هوایي ځواک پکې ونډه درلوده.

خو دا پروژه صرف په څو اونیو کې وروسته له هغه ړنګه شوه کله چې متحده ایالاتو د ۲۰۲۱ کال په نیمایي کې له افغانستان څخه په بشپړ ډول د وتلو وروستۍ پریکړه وکړه او د افغان پوځ ملاتړ یې هم پای ته ورساوه.

اورپکو په خورا کمو امکاناتو په چټکۍ سره غیر خوندي هوایی اډې ځکه ونیولې چې ددې اډو ساتونکي سرتیري پرته له جګړې تسلیم شول. دا ځکه چې مهمات کم شول، الوتکې ورکې شوې، پیلوټانو فعالې الوتکې او هیلیکوپترې بیرته کابل ته انتقال کړې چې د پلازمینې ساتنه وکړي.

خو دوی به هیڅکله دا تګلاره نه وای عملي کړی. د غني د وتلو خبر د هوايي ځواکونو ډله ایز اخراج ته لاره هواره کړه چې هڅه یې کوله خپل تجهیزات - او ځانونه خوندي کړي.

پیلوټان، د الوتکې عمله او حتی د دوی ځینې خپلوان په تصادفي ډول په الوتکو کې سپاره شول او له هیواده وتښتیدل. افغان او امریکايي چارواکي وايي، د هېواد څه د پاسه څلورمه برخه هوایي ځواک ګاونډیو ازبکستان او تاجکستان ته ولاړل.

د افغان هوايي ځواک یو پخواني چارواکي وویل، "په رښتیا سره، موږ کنټرول له لاسه ورکړ".

سقوط دومره ګړندی و چې پنټاګون سمدستي کابل ته امریکايي ځواکونه واستول چې د امریکا لخوا افغانستان ته ورکړل شوې په لسګونو اکمالاتي الوتکې چې په هوایي ډګر کې پاته وې ددې لپاره چې د طالبانو لاس ته ورنشي، له منځه یوسي.

جان میشل، یو متقاعد برید جنرال چې یو وخت یې د افغان هوایي ځواک لپاره د متحده ایالاتو د روزنیز ماموریت مشري کوله، د دې ځواک په ماتیدو خواشیني څرګنده کړه، خو د دې ځواک په پای ته رسیدو حیرانه نه و.

هغه استدلال کوي چې د متحده ایالاتو چوکاټ چې له مخې یې دا ځواک جوړ شوی و د افغانستان په څیر ځای لپاره مناسب نه و. میشل وویل: "دا یوه ډیره خودخواهانه پروژه وه چې له پیل څخه په ویجاړیدو محکومه وه."

په ګړندۍ توګه پاشل کیدل په افغانستان کې د متحده ایالاتو د ۲۰ کلنې ښکیلتیا د پراخو ناکامیو نښه وه.

د ځانګړو ځواکونو د ځانګړو قطعاتو ترڅنګ، افغان هوايي ځواک د متحده ایالاتو لخوا د طالبانو سره د مبارزې لپاره د عصري اردو د جوړولو د هڅو د ثبوت په توګه ساتل کیده.

دې هڅې په سلګونو زړور پیلوټان وروزل چې په سختو حالاتو کې یې د پام وړ فعالیت ترسره کړ. خو دا ځواک د الوتکو د ساتنې او لوژستیک په شمول د اصلي دندو په برخه کې په امریکایی ملګرو پاندې متکي پاتې شول. بې وزله افغانستان چې په فساد کې ډوب دی، د پوځي-صنعتي اکوسیستم او داسې استعدادونه نه لري چې په خپلو پښو باندې د دریدلو لپاره اړین دی.

د بایډن د ادارې سږنۍ پریکړې چې له افغانستان څخه ټول امریکايي پوځیان او هغه قراردایان وباسي چې د افغان هوايي ځواک ملاتړ کوي، دغه کمزوري نوره هم په چټکۍ سره راڅرګنده کړه. ځکه آنلاین تماس او ملاتړ هیڅکله نشي کولای د حضوري ملاتړ ځای ونیسي.

پنټاګون د رویټرز د موندنو په اړه چې د عملي مرستو د پای ته رسیدو د فلج کوونکو اغیزو په اړوند یې پوښتلي، ویلي چې له وتلو وروسته یې د افغان هوايي ځواک ملاتړ کړی، د هوايي ځواکونو معاشونه یې ورکړي، پیلوټانو ته یې په بهر کې روزنه ورکړي، حتی د ملاتړ لپاره یې د اګسټ تر لومړیو پورې له افغانستان څخه بهر د بهرنیو اډو څخه هوایي بریدونه ترسره کړي.

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندې مشر جنرال فرانک مکینزي د اپریل په میاشت کې کانګرس ته خبرداری ورکړ چې وروسته له دې چې موږ د دغو الوتکو ملاتړ ودروو د "افغان هوايي ځواک د فعالیت د وړتیا په اړه اندیښمن دی..."

په وروستیو ورځو کې د محمد اشرف غني په مشرۍ حکومت په داسې حال کې چې ولایتونه یو د بل پسې د طالبانو له خوا نیول کیدل، له افغان هوایي ځواک څخه غوښتي وو چې تر بل هر وخته د ځمکني جنګ، بمبارد، صحي تخلیې او د لیږد په برخه کې د افغان پوځیانو ملاتړ وکړي.

دا هغه وخت دی چې د افغان هوایي پوځ الوتکې هم د ډیرې استفادې او د مراقبت د نشتون له امله یو د بل پسې له کاره غورځیدې.

د پنټاګون د معلوماتو له مخې د افغان هوایي پوځ الوتکو د جون میاشتې له پای څخه بیا د جولای تر شلمې پورې خپلې د استفادې وړ ۲۰ سلنه الوتکې له لاسه ورکړې وي.

رویټرز راپور ورکړی چې دا پوځیان د مهماتو له شدید کموالي سره هم مخ شوي وو.

یوه افغان پیلوټ د "شاه" په مختصر نوم رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې په جولای میاشت کې د طبي تخلیې لپاره د یوه خطرناک ماموریت لپاره سپین بولدک ته روان وو او د هغه د امنیت د تامین لپاره دوه ام ډي ۵۳۰ الوتکې استول شوي وې، خو د هغو الوتکې د یوې پیلوټ شاه ته ویلي وو چې کافي مهمات نلري او که طالبان پر شاه برید وکړي، هغوی به د دفاع وړتیا ونلري.

شاه چې اوس په افغانستان کې پټ دی، رویترز خبري آژانس ته ویلي:"موږ جسدونه راټولول. د ډیر خطر له امله، حتی ددې وخت نه وو چې د ټپیانو د زړه ضربان وګورو."

د افغانستان د پخواني حکومت د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم د مهماتو کموالی تائید کړی او ویلي یې دي، په وروستیو دوو اوونیو کې او د کابل له سقوط مخکې، افغان پوځ د لایزري هدایت کیدونکو بمونو له کموالي سره چې د طالبانو په وړاندې کارول کیدل، مخ شوی وو.

ښاغلي محب رویټرز ته ویلي:"ویره دا وه که دغه معلومات علني کړو، طالبان به ډیر زړه ور کړي او د امنیتي ځواکونو روحیه به کمزورې شي."

پنټاګون په یوې بیانیه کې رویټرز ته تائید کړې ده چې د افغانستان له سقوط مخکې یې د GBU-۵۸ هدایت کیدونکو لایزري بمونو ورکړه درولې وه خو ډیر جزیات یې وړاندې کړي ندي.

په مزار شریف کې د هوایي پوځ د یوه کنډک قومندان محمد طارق ساپی وایي د اګست په ۱۴ یې اړیکي له هغو منسوبینو سره چې د مزار شریف د نظامي هوایي ډګر د ساتلو مسولیت درلود، بندې شوې وې او هغه مجبور شو چې خپلو ۱۵۰ پوځیانو ته امر وکړي چې کابل ته ولاړ شي.

نوموړي زیاته کړه، د هغه د A-29 Super Tucano الوتکې له پرواز وروسته، طالبانو پر هغه برید وکړ او سخت ټپي شو خو ویې کړای شول خپله الوتکه کینوي. وروسته بیا د چورلکې په واسطه ازبکستان ته انتقال او هلته بستري شو. هغه بالاخره په اکټوبر میاشت کې متحده ایالتونو ته انتقال شو.

د جګړې په وروستیو میاشتو کې، طالبانو جدي هڅه کوله چې د افغانستان د هوایي پوځ پیلوټان ووژني څو د هوایي پوځ د کمزورتیا لامل شي. لږ تر لږه په روان میلادي کال کې د افغان پوځ اوه پیلوټان وژل شوي دي.

پر دې سربیره، افغان پیلوټان د اسلامي جمهوري په وروستیو ورځو کې د مقاماتو او خلکو له خطر سره هم مخ وو ځکه هغوی د طالبانو له منګلو څخه د تیښتې په برخه کې مهم رول لوبولی شوای. یو شمیر افغانان چمتو وو چې په الوتکه کې د کیناستلو په بدل کې هر کار وکړي.

د اګست په ۱۵ نیټه د کابل په هوایي ډګر کې د افغان هوایي پوځیانو له نښتې مخکې، د اګست به ۱۲ نیټه په هرات کې هم یوه بله نښته شوې وه.

لږ مخکې تر هغه چې طالبان په هرات کې د بریا اعلان وکړي، په هغه ولایت کې دولتي چارواکو او سرتیرو د ظفر ۲۰۷ قول اردو کې په دې جګړه وکړه چې څوک د افغانستان د هوایي پوځ په وروستیو چورلکو کې کابل ته ولاړ شي.

د افغان سرچینو په وینا، د هرات والي عبدالصبور قانع او محمد اسماعیل وغوښتل چې له خپلو همکارانو سره ووځي. خو سرتیرو هغوی ته اجازه ورنکړه.

په دې اډه کې په زرګونه سرتیري خو محدودې الوتکې وې. سرتیرو وویل:" یا ټول ځي او یا هم هیڅوک نه ځي."

افغان پیلوټان اټکل کوي چې هغوی ۴۶ الوتکې ازبکستان او ۱۷ نورې تاجکستان ته وړي دي. امریکایي چارواکو رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې امریکا اوسمهال ددغو الوتکو د ساتلو په اړه د مرکزي آسیا د یو شمیر هیوادونو د غوښتنو په څیړنه بوخت دي.

کابل کې د پاتې الوتکو د له منځه وړلو ماموریت

متحده ایالتونو د پاتې الوتکو د له منځه وړلو په هدف د اګست په ۱۷ نیټه جنرال فرنک کسلر د کابل هوایي ډګر واستاوه.

د هغه ماموریت دا وو چې الوتکي او نظامي تجهیزات پیدا او له شور او ځوک پرته د چاودیدونکو توکو په واسطه له منځه یوسي.

کسلر په دې اړه په خپله لومړۍ مرکه کې رویټرز خبري آژانس ته وویل چې د هغه ۱۰۰ کسیز ټیم د کابل په هوایي ډګر کې ۷۳ الوتکې له منځه یوړلې. نوموړي وویل:"موږ نشوای کولی له لاسي بمونو کار واخلو او یا هم د چاودیدونکو توکو په واسطه ټول تجهیزات له منځه یوسو."

نوموړي دقیقا د UH-60 بلک هاک او Mi-17 روسي الوتکو د له منځه وړلو په اړه څه ونه ویل. د افغان هوایي پوځ شپږ غړي چې تر اوسه هم په افغانستان کې دي رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې له خپلو پخوانیو دښمنانو ویریږي او په شدت سره د افغانستان د پریښودلو غوښتنه کوي.

ډیویډ هیکس چې د امریکا د پوځ یو تقاعد شوی جنرال دی او یو وخت یې د افغانستان د هوایي پوځ د روزنې د ماموریت د قومندانۍ مشري کوله، اوس د افغان پوځ د پخوانیو منسبوبینو د تخلیې او ځای پرځای کیدو د یوې خیریه موسسې رهبري کوي.

د هغه ډله وایي چې د سل ګونو افغان پیلوټانو او د هغوی د کورنیو د غړو له ایستلو سره یې مرسته کړې ده.

ښاغلي هیکس هغو افغان پیلوټانو ته په اشارې سره چې تر اوسه په افغانستان کې پاتې دي رویټرز خبري آژانس ته وویل:" دا به غلطه نه وي چې وویل شي هغوی د ناهیلۍ په وضعیت کې ژوند کوي."

وروستی پرواز

له موضوع څخه د څو باخبره کسانو په وینا، د کابل په هوایي ډګر کې د هوایي ځواکونو له جګړې وروسته چې له امله یې دوه پوځيان ټپیان شول، د کابل امنیتي ځواکونو نورې چورلکې ودرولې او یوه الوتکه د جمهور رئیس د انتقال لپاره وه. خو ددغو چارواکو په وینا، له امنیتي ځواکونو سره د پیلوټانو له لانجې او د جمهور رئیس د امنیتي پرسونل له نښتې وروسته، هغوی وکړای شول پرواز وکړي.

حمدالله مجب رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې د جمهور رئیس د محافظت د امنیتي ځواکونو د توانایۍ په اړه هم اندیښنې زیاتې شوې وې. هغه وویل:"یو دلیل چې پریکړه وشوه د وتلو وخت دی، دا وو چې چورلکه واقعا برمته شوې وه. ددې ویره وه چې یو شمیر افغان سرتیري به له قومندۍ وتلي وي."

یوه پیلوټ رویټرز خبري آژانس ته ویلي‌ کله چې محمد اشرف غني، لومړۍ میرمن او د حمدالله محب په ګډون یو شمیر جګپوړي چارواکي ازبکستان ته د تللو لپاره الوتکې ته پورته شول، د غني‌ یو شمیر ساتونکو د الوتکې د پاتې سیټونو د نیولو لپاره په خپلو کې لانجه وکړه.

پیلوټانو وویل بالاخره درېو چورلکو د غرمې له دریو بجو لږ مخکې له ارګ څخه پرواز وکړ او په ټیټه ارتفاع او د رادار څخه د پټیدو په هدف یې د شمال په طرف حرکت وکړ او څلورمې الوتکې هم د هغوی په تعقیب پرواز وکړ. د هغوی په وینا څلورمې چورلکې ۵۴ تنه له ارګ څخه ازبکستان ته ولیږدول.

دوو پیلوټانو رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې د الوتکې له پورته کیدو څو دقیقې مخکې هغوی ته د مقصد په اړه وویل شول او حتی ویې نکړای شول چې خپلې کورنۍ خبري کړي.

افغان پیلوټانو رویترز ته ویلي دي چې ازبک چارواکي‌ هم حیران شول او د ترمز په هوایي ډګر کې د افغانانو د غیر متظره ښکته کیدو له امله د افغان پیلوټانو او ازبک امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته وشوه. د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه د نظر له ورکولو ډډه وکړه.

یوه پیلوټ ویلي د ازبکستان خاوري ته په داخلیدو محمد اشرف غني له هغوی څخه مننه وکړه او ویې ویل:"تاسې د ټولو ژوند وژغوره."

محمد اشرف غني څه موده وروسته متحده عربي اماراتو ته ولاړ او اوس هلته اوسیږي.

ښاغلي غني له افغانستان څخه تر وتلو وروسته، تر اوسه دوه ویډیویي پیغامونه خپاره کړي دي چې په هغو کې یې ویلي ځکه له افغانستان څخه ووت چې د وینو د تویدو مخه ونیسي. هغه همدارنګه د ۱۶۹ میلیونو ډالرو د لیږد ادعاوي هم رد کړي‌ دي.

ددغو الوتکو ۱۷ پیلوټان او نور عمله د اګست په ۱۶ نیته د متحده عربي اماراتو ابوظبي ښار ته انتقال شول او اوس امریکا ته د لیږد په هدف په یوه کمپ کې دي.

هغوی وایي چې د امریکا حکومت هیر کړي او په افغانستان کې د خپلو کورنیو په اړه اندیښنه لري.

په ابوظبي کې د متحده ایالتونو د سفارت ویاند په دې اړه د نظر له ورکولو ډډه وکړه اما په یوې بیانیه کې یې ویلي چې امریکا ته د افغانانو د لیږد په اړه د هغوی د اسنادو طی کول، څیړنه د هغوی په لومړیتوب کې ده.

XS
SM
MD
LG