د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د فټبال آسیا کپ ته په رسیدو کې پاتې راغی


د افغاسنتان د فټبال د ملي ټیم ل،بغاري
د افغاسنتان د فټبال د ملي ټیم ل،بغاري
د افغانستان د فټبال ملي ټیم چې د جنوبي آسیا قهرمان دی، د آسیا د ٢٠١٥ کال سیالیو ته د رسیدو په تکل کې پاتې راغی.

د افغانستان ملي ټیم د مالدیف په چیلنج کپ سیالیو کې په دې هڅه کې و چې د لومړي مقام په ترلاسه کولو سره وکړای شي په اسټریلیا کې د فټبال د آسیايي جام په سیالیو کې د گډون چانس ترلاسه کړي.

خو د سه شنبې په ورځ د فلسطین سره د سیمي فاینل په سیالۍ کې د دوه، صفر ماتې خوړل نه وروسته دې هدف ته په رسیدو کې پاتې راغی.

افغانستان د چیلنج کپ فټبال په لومړي پړاو کې ترکمنستان ته درې د یو په مقابل کې ماتې ورکړه او د فلیپین او لاوس سره مساي شو، چې په گروپ کې یې دویم مقام وگاټه او سیمي فاینل ته ورسید. خو د په اصطلاح د سه شنبې په ورځ د فلسطین د سیمي فاینل په لوبه کې ورسره قسمت یاري ونکړه.

د افغانستان د فټبال ټیم د ماتې ستر سبب هغه ترافیکي پیښه ښودل کیږي چې د شنبې په ورځ ورسره مالدیف کې مخ شوي و او د ټیم تکړه پینځه لوبغاړي کپتان اسلام الدین امیري، مصطفی ازاد زوی، ارش، بلال ارزو او سخي زاده ټپي شوي وو.

که څه هم چې د سه شنبې په ورځ دریو لوبغاړو کپتان امیري، بلال ارزو او سخي زاده وکړای شو چې لوبه کې برخه واخلي، خو فاروډ ازاد زوی او ارش د ټپونو له وجې ونکړای شو چې په لوبه کې گډون وکړي، او د دوي نیشتوالي د ټیم په روحیه ستره اغیزه درلوده.
د افغانستان د فټبال ملي لوبډله
د افغانستان د فټبال ملي لوبډله


د لوبې د جریان نه داسې بریښیده چې ټیم د ترافیکي پیښې د رواني اثر او د ټیم د نیمگړتیا د اغیزې څخه نه دي وتلی. هغه ټیم چې اول روانډ کې لیدل کیده ،سمیي فاینل کې نه ښکاریدو.

ورسره د فلسطين ټیم لخوا پرله پسې حملو هم ورته مشکلات پیدا کړل او د یو پنالټي او یو د میدان د گول کیدو په سبب افغانستان ته مشکله شوه چې لوبه د ځان په گټه وڅرخوي.

سیمي فاینل کې زیاتره لوبه د افغانستان په ساحه کې وشوه او افغان ټیم ته چانس برابر نشو چې د فلسطين په گول کوم سخت گزار وکړي.

افغانستان چې فاینل او آسیا جام ته د رسیدو نه پاتې شویدی. اوس به د پنج شنبې په ورځ د مي په نهه ویشتمه د چیلنج کپ د دریم مقام دپاره لوبه کوي.

د جودو ملي سیالۍ
د سه شنبې په ورځ په کابل کې د جودو ملي سیالۍ پیل شوې.

د افغانستان د جودو د فدراسیون مرستیال فرهاد حضرتي وايي چې په دغو سیالیو کې د لسو ولایتونو نږدې یو سلو پنځوسو لوبغاړو ګډون کړی چې تر دریو ورځو پورې به سره سیالۍ ترسره کړي.

د ښاغلي‌ حضرتي په وینا دغه سیالۍ د غوره لوبغاړو د موندلو په هدف پیل شوي دي.

دی وايي دغه مسابقات هر کال یو ځل د ملي ټیم د ورزشکارانو د ټاکلو لپاره موږ دایروو په دې کې لسو ولایتونو ګډون کړی زموږ هدف دا دی چې ښه ورزشکاران پیدا کړو او بهرنیو لوبو ته یې هم واستوو‪”.
د جودو د ورزش ملي سیالۍ
د جودو د ورزش ملي سیالۍ

د افغانستان د جودو د لوبو فدراسیون وايي چې دا دویم پړاو د جودو ملي لوبې دي چې په معیاري توګه ترسره کیږي
په ورته وخت کې لوبغاړي وايي چې دغه راز سیالۍ دوی لپاره زیاتې ګټورې دي او هیله من دي چې ورته زیاتې ورزشي زمینې برابرې شي.

سهراب طوطاخیل یو له هغو لوبغاړو څخه دی چې له تیرو پنځو کلنو راپدې خوا د جودو لوبه پرمخ وړي. دی وايي زیات خوښ دی چې په ملي سیالیو کې یې برخه اخیستې ده.

د افغانستان د جودو لوبو فدراسیون وايي چې د تیرو کلنو په پرتله دغې لوبې زیات پرمختګ کړی او هیله من دي چې د دوه زره او شپاړسم کال د المپيک سیالیو ته زیات شمیر لوبغاړي واستوي.
  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG