د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د کرکټ شل اوریز نړیوال جام ته لاره وموندله


افغان لوبغاړي خپله بریا نمانځي .
عکس: د کرکټ نړیواله شورا
افغان لوبغاړي خپله بریا نمانځي . عکس: د کرکټ نړیواله شورا

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نن یو ځل بیا تاریخي بریا ترلاسه کړه او په څلورم ځل د کرکټ د شل اوریزو سیالیو په نړیوال جام کې ېې ځانته ځای وموند.

افغانستان د ٢٠١٠ ،٢٠١٢ او ٢٠١۴ کلونو نړیوالو جامونو کې هم لوبیدلی و. برسیره پر دې افغانستان د کرکټ د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په جام کې هم لوبې کړې دي.

نوروز منگل د ننۍ سیالۍ غوره لوبغاړی وبلل شو
نوروز منگل د ننۍ سیالۍ غوره لوبغاړی وبلل شو

سږ کال افغانستان د کرکټ د شل اوریز نړیوال جام د غوراوي سیالیو دپاره سکاټلینډ او ایرلینډ کې د څوارلس ټیمونو په سیالیو کې گډون درلود چې دگډون کوونکو ټیمونو څخه شپږ یې نړیوال جام ته لاره مومي.

افغانستان د ټورنمنټ په پیل کې ډیر ښه وځلید، درې پرله پسې سیالۍ ېې د سکاټلینډ، هالینډ او متحده عربي اماراتو نه وگټلې. خو بیا د باران لکه کبله د کاناډا او کینیا سره سیالۍ ونشوې او یو یو پواینټ ېې واخیست. بیا د عمان مقابل کې ماتې نه پس نړیوال جام ته د مستقیم رسیدو نه پاتې شو.

د بري شاټ نجیب ځدران د شپږیزې سره ووهه
د بري شاټ نجیب ځدران د شپږیزې سره ووهه

افغانستان خپل گروپ کې د دریم مقام لرلو سره دوه نور چانسونه هم وگټل ترڅو د یوې سیالۍ گټلو سره نړیوال جام ته ورسي. خو د هانگ کانگ مقابل کې سیالي د اخري توپ د بایللو په وجه نه یوازې د نړیوال جام دپاره د رسیدو یو چانس ضایع شو، بلکې د دې ټورنمنټ د سیمی فاینل نه هم پاتې شو. دغې ماتې د افغان کرکټ مینه والو زړونه ډیر خفه کړل.

خو نن د پاپوا نیو گني یا پي این جي د ټیم سره د وروستۍ او مهمې سیالۍ دپاره افغانستان ډیر ښه پلان درلودو. توپ اچونه ېې ډیره ښه وشوه. دولت ځدران،شاهپور ځدران ،میروس اشرف، محمد نبي او حمید حسن ډیره ښه توپ اچونه وکړه او مقابل ټېم ېې ډیرو منډو جوړلو ته پرې نښود. پي این جي افغانستان ته د گټلو دپاره ١٢٨ منډو اسان هدف ورکړ.

افغانستان به کال ٢٠١٦ مارچ کې هند د کرکټ په شل اوریز جام کې لوبیږي
افغانستان به کال ٢٠١٦ مارچ کې هند د کرکټ په شل اوریز جام کې لوبیږي

افغانستان د هدف په تعقیب کې په پیل کې د یو څه مشکل سره مخ شو ،چې کله تکړه توپ وهونکی محمد شهزاد د خپلې سهوې دلاسه په اول توپ وسوزید. خو وروسته کپتان اصغر ستانکزي او پخواني کپتان نوروز منگل ډیر په مسولیت سره لوبه وکړه او لوبه ېې د بري په لور یوړه. نوروز منگل چې د هانگ کانگ سره سیالۍ کې هم ٥٠ نه زیاتې منډې کړې وې، نن ناسوزیدلی پاتې شو او ٦۴ منډې ېې وکړې.

د افغانستان د بري وروستۍ شاټ نجیب ځدران د شپږیزې په صورت کې ووهله او دې سره افغانستان د کرکټ نړیوال شل اوریز جام ته لاره وموندله.

د افغانستان د کرکټ مبصرین وايي چې افغانستان دپاره دغه بری ډیر ارزښت لري چې دې سره به افغانستان د لا نورو نړیوالو سیالیو چانس ترلاسه کړي او نړیوالې درجه بندۍ کې به نور هم پرمختگ وکړي او هیواد کې به کرکټ لا وده وکړي.

دا وخت افغانستان د کرکټ په شل اوریز سیالیو کې په نړیواله سویه نهم مقام لري. چې د مهمو ټیمونو بنگله دیش او زمبابوې نه هم مخکې دی.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG