د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کرکټ ټیم د نړیوال جام سفر په بریا پیل کړ

د افغانستان د کرکټ ملي ټبم په اسټراليا کې د نړيوال جام تر پيلېدو مخکې يو ځايي ټیم ته په يوه ورځنۍ تمريناتي لوبه کې په پنځو وېکټو ماتې ورکړه.

د افغانستان د کرکټ بورډ په وینا دا پنځوس اوريزه لوبه چارشنبې په ورځ د اسټراليا په اډيليډ ښار کې د (ويسټرن ډسټرکټ) ټیم سره ترسره شوه. ياد ټبم لومړۍ لوبه وکړه او په ټاکل شويو ٥٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ٢١١ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ۲١٢ منډو هدف ورکړ.د افغانستان له لوري حميد حسن، میرویس اشرف،او افتاب عالم دوه دوه لوبغاړي او سميع الله شينوارى يو لوبغاړى وسوځاوه.

د افغانستان لوبغاړو ياد هدف د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله. د افغانستان له لوري نوروز منګل په زړه پورې لوبه وکړه او ٧۷ منډې يې جوړې کړې، دغه راز اصغر ستانکزى ٤٠، عثماني غني ٣٠، محمد نبي ٢٠ او نجيب الله ځدران ١٩ منډې جوړې کړې.

د افغانستان د کرېکټ ملي ټیم دې نه وړاندې د ۲۰ اورونو په دریو نړیوالو جامونو کې برخه اخیستې ده.
د افغانستان د کرېکټ ملي ټیم دې نه وړاندې د ۲۰ اورونو په دریو نړیوالو جامونو کې برخه اخیستې ده.

د کرکټ نړيوال جام د فرورۍ په ١٤مه، پيلېږي ، خو افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د فرورۍ په ١٨مه له بنګله دېش سره ترسره کوي.

د کرېکټ په نړیوال جام کې د افغانستان د ملي لوبډلې مشر محمد نبي عیسی خیل او مرستیال یې نوروز منګل دی.

د نړیوال کپ په سیالیو کې ۱۵ لوبغاړو کې اصغر ستانکزی، سمیع الله شینواری، افسرځاځی، نجیب الله ځدراڼ، ناصر جمال، میرویس اشرف، ګلبدین نایب، حمید حسن، شاپور ځدراڼ، دولت ځدراڼ، افتاب علم، جاوید احمدي او عثمان غني شامل دي.

افغانستان تېر کال د کرېکټ نړیوال کپ ته لاره ومونده او د دویمې درجې هېوادونو په منځ کې د اسټرالیا او نیوزلینډ په لوبغالو کې به د لومړي ځل لپاره د کرېکټ د ۵۰ اورونو د نړیوال جام په سیالیو کې ولوبیږي.

د کرېکټ نړیوال کپ د ۲۰۱۵ میلادي کال د فبرورۍ په ۱۴ پیلیږي، له لسو ټسټ هېوادونو پرته افغانستان، ایرلینډ، سکاټلینډ او عربي متحده امارات په دغه نړیوال جام کې لوبیږي.

د افغانستان دوهمه لوبه له سریلانکا سره د فبرورۍ په دوه ویشتمه ده، افغانستان وار دمخه په ایشا کپ کې له سریلانکا سره مخ شوی وو، چې ماتې یې خوړلې وه.

د افغانستان درېیمه لوبه له سکاټلینډ، څلورمه د کرېکټ د درې ځلو لوبو اتل کوربه اسټرالیا، پنځمه هم له بل کوربه نیوزيلینډ او وروستۍ له انګلینډ یا انګلستان سره ده.

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم کپتان محمد نبي عیسی خیل د امریکا غږ آشنا راډیو سره په یوه وروستۍ ځانگړې مرکه کې ویلي چې دوي د کرکټ نړیوال جام ته خپل لومړۍ راتگ په یو تاریخي راتگ بدلول غواړي او داسې لوبه به وکړي چې نړۍ به حیرانه کړي.

د کرېکټ د لوبې ماهرین وايي، دا چې د اسټرالیا او نیوزلینډ پیچونه تېز او د تېزو بالرانو ملاتړي دي، نو افغانستان ته پداسې پیچونو تمریناتي لوبې او تمرینونه په کار دي.

د افغانستان د کرېکټ ملي ټیم دې نه وړاندې د ۲۰ اورونو په دریو نړیوالو جامونو کې برخه اخیستې ده.

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم کپتان محمد نبي عیسی خیل د امریکا غږ آشنا راډیو سره په یوه وروستۍ ځانگړې مرکه کې ویلي چې دوي د کرکټ نړیوال جام ته خپل لومړۍ راتگ په یو تاریخي راتگ بدلول غواړي او داسې لوبه به وکړي چې نړۍ به حیرانه کړي.

محمد نبي وايي چې د دوي اول هدف د بنگله دیش ټیم نه گټل دي او دې بري سره به د دې سیالیو بل پړاو ته د دوي تگ اسانه شي. هغه وايي چې بنگله دیش نه موږ تیره لوبه گټلې ده او هغوي به د فشار لاندې وي.

تر نړيوال جام مخکې به افغانستان له یادې لوبډلې،هندوستان او متحده عربي اماراتو سره هم دوه تمريناتي لوبې ترسره کړي. چې دا به ورته د راتلونکو لوبو دپاره یو ښه تمرین ووسي.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG