د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کڼو د کرکټ لوبډله آسیایي لوبو ته ځي


د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې سږکال په استرالیا کې په نړیوالو لوبو کې سیالي وکړه
د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې سږکال په استرالیا کې په نړیوالو لوبو کې سیالي وکړه

د افغانستان د کڼو ملي لوبډله چې په دې وروستیو کې جوړه شوې ده، آسیايي سیالیو ته چې په پاکستان کې د اپریل په اولسمه نیټه پیلیدونکې دي چمتوالی نیسي.

لوی هدف ته د رسیدو لپاره، نه ستړی کیدونکې هڅې دوام لري. دا ځل د افغانستان د کڼو ځوانانو ملي لوبډله آسیايي سیالیو ته چمتوالی نیسي چې تر راتلونکو لسو ورځو په پاکستان کې د شپږو هیوادونو ترمنځ ترسره کیږي.

پدې سیالیو کې یو گډونوال لوبغاړي نقیب الله ددې سیالیو او د خپلې روحیې په اړه په اشارو سره داسې وویل، « مونږ کوښښ کوو چې د افغانستان دپاره ښې لاس ته راوړنې ولرو او د افغانستان بیرغ لوړ ورپوو او نوم یې اوچت کړو.»

دا لوبغاړي له بیلابیلو ولایتونو څخه د کڼو ملي لوبډلې ته جذب شوي دي.

د کرکت بورد د رسنیو مسول فرید هوتک د لوبغاړو مینه او زیار ستایي او وایي دوي په پوره علاقې سره سیالیو ته چمتووالی نیسي. هغه وویل، «د ا فغانستان کرکت بورد تمریناتی کم پپه لاره اچولای دی چې دا تمریناتي کمپ به دوي خپلق تمرینونه تر سره کړي او له هغې وروسته به بیا یوه منتخبه لوبډله د گاونډي هیواد پاکستان، لاهور ښارته ځي او هلته به د آسیایي جام په سیالیو کې برخه واخلي چې پکې شپږ هیوادونه پکې گډون لري.»

د کڼو لوبغاړو تمرینونه او روزنه هم د نورو لوبغاړو په څیر نه ده او توپیر لري.

د کڼو د کرکټ د لوبډلې مسول، عبدالمنان مسعود ددې روزنو ځانگړتیا ته داسې اشاره وکړه. او ویي ویل، « یقینآ چې ددوی روزنه به ستونزمنه وي ځکه ددوي او د عامه ورزشکارانو روزنه توپیر لري خو مونږ به خپل زیار ته ورسره دوام ورکړو ترڅو دوي د افغانستان د ولس دپاره د افتخار سبب وگرځي.»

اوس مهال د کڼو لوبغاړو ترمنځ هم پیاوړي استعدادونه پیدا کیږي.

لوبغاړی، عبدالجلیل وایي په ځوانانو کې پټو استعدادونو ته باید وده ورکړ شي. هغه وویل، «کله چې زمونږ د کرکت تیم ملی لوبډله په تلویزیون کې راښکاره شوله، د خپل ملي کرکت تیم په لیدلو زمونږ په زړه کې هم دا ارمان پیدا شو چې مونږ هم د معیوبینو په ډله کې خپل یو تیم هم جوړ کړو.

د کڼو د کرکټ د لوبډلې مسول، عبدالمنان مسعود هم پدې اړه خپل غبرگون داسې څرگند کړ، «کله چې مونږ خبر شو چې کاڼه ځوانان هم د کرکت په لوبو کې برخه اخلي نو مونږ هم د افغان ځوانانو د معلولینو ملی لوبډله او د کڼو ځوانانو ملي لوبډله تشکیل کړه چې په نړیوالو لوبو کې یې هم برخه اخیستې ده.»

د افغانستان د کڼو ملي لوبډله په کال دوه زره او دولسم کې جوړه شوې ده چې یو ځل یې په آسیايي سیالیو کې ګډون کړی دی.

XS
SM
MD
LG