د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ مینه وال د امنیتي خطر پروا نـکوي


د پاکستان د کرکټ لوبډلې غړي په امتحاني لوبو کې برخه اخلي
د پاکستان د کرکټ لوبډلې غړي په امتحاني لوبو کې برخه اخلي

د کرکټ مینه وال په ډیر شور او ځوږ ټکټونه اخلي، که څه هم د تېرې میاشتې د ترهگرۍ په خونړيو، ځانمرگو بریدونو کې څه د پاسه ١٣٠ کسان ووژل شول

د پاکستان په لاهور کې د کرکت سیالۍ د پای لوبې لپاره چې همدا اوس ترسره کیږي، کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي. سره له دې چې پاکستان په دې وروستیو شپو ورځو کې د خونړیو پیښو سره مخامخ شوېدی، خو داهڅه هم کوي چې د کرکټ نړیواله لوبه په لاهور کې ددې لپاره ترسره کړي چې پاکستان یو امن هیواد وښیي. لوبه د کوټې د ټیم او د پیښور زلمي ټیم ترمنځ ترسره کیږي.

مېکي آرتر د پاکستان د کرکټ لوبډلې روزونکی
مېکي آرتر د پاکستان د کرکټ لوبډلې روزونکی

د پاکستان حکومت زړه نا زړه و چې د تیرې میاشتې د خونړيو ځانمرگو بریدونو نه وروسته چې څه د پاسه ١٣٠ کسان پکې ووژل شول د پاکستان د سوپر لیگ پای لوبه په لاهور کې ترسره کړي که نه.

د لاهور د لوبغالي د امنیت ساتلو لپاره څلور زره پولیس او ملیشه گمارل شوي وو. د کرکټ مینه وال باید له پنځو امنیتي کمربندونونه تیر شي، څو لوبغالي ته ورسېږي. په دغه ورز‍‍شي لوبغالي کې کې پنځه ویشت زره کسان ځایږي.

د امنیتي مسلو له ویرې ځیني بهرني لوبغاړي لکه د انگلستان پخوانی کپټان کیون پیټرسن چې د کوټې لوبډلې غړی دی، لوبې ته نه ورځي، خو د ویست انډیز دیرن سیمي به د پیښور زلمي په نامه ټیم کې لوبه وکړي.

د پنجاب د قانون وزیر رانا ثناالله وايي: د پاکستان د سوپر لیگ لوبو د تنظیمولو په مرسته مونږ ترهگرو ته دا پیغام رسوو چې دا ملت د ترهگرو له خوا پر موږ تپل شوی وحشت اورعب ردوي. مونږ به د ترهگرو هر ډول پلانونه خنثی کړو."

په ٢٠٠٩ کال کې د سریلانکا د لوبډلې پر سرویس موټر باندې په لاهور کې برید وشو. دوه ملکیان او شپږ امنیتي وگړي پکې ووژل شول. شپږ لوبغاړي زخمي شول. په تیرو اتو کلونو کې نړیوال لوبغاړي په پاکستان کې د کرکټ په لوبه کې گډون ته زړه نه ښه کوي.

محمد رضا د کرکت لوبې یو مینه وال وايي" مهمه نده چې څومره ستر گواښ دی، مونږ په دې سیالیو کې ددې لپاره برخه اخلو چې مونږ غواړو لوبه په میدان کې وگورو. هر څوک غواړي چې اول تکټ واخلي."

یوه میرمن وايی: " زه د پاکستان د سوپر لیگ لیدو ته راغلې یم او د کوټې د تیم ملاتړ کوم. ډیره خوشاله یم او هیله لرم چې زما لوبډله داسیالي وگټي."

د لوبې په ورځ د پاکستان د کرکت مینه وال د امنیتي ستونزو پروا نکوي او له دې فرصت نه خوند اخلي چې یو ځل بیا ېې په خپله خاوره کې د کرکت مهمه لوبه کیږي.

د کرکټ پخواني لوبغاړي طارق نیاز وویل:"مونږ ډیر خوشاله یو چې له ډېر وخت نه وروسته د پاکستان سوپر لیگ لوبه دلته ترسره کیږي. نورې لوبې ټولې په دوبۍ کې شوې وې."

پاکستان په خپله خاوره کې د کرکت د نړیوالو لوبو د نه ترسره کېدلو له امله مایوس و خو اوس ځیني رسنۍ پر پاکستاني چارواکیو تور لگوي چې د داسې مراسمو د ترسره کولو لپاره ېې د خلکو ژوند خطر سره مخامخ کړی دی.

https://www.youtube.com/watch?v=Z_hky2dq-ZA

د پورتني مضمون ویډیو په یو ټیوب کې د پورتني لینک له لارې کتلی شئ.

XS
SM
MD
LG