د لاس رسي وړ اتصالات

د اپل کمپنۍ مشر سټیف جابز مړ شو


د اپل کمپنۍ مشر سټیف جابز مړ شو
د اپل کمپنۍ مشر سټیف جابز مړ شو

د اپل مشهورې آمریکايي کمپنۍ مخترع مشر سټیف جابز پرون د چارشنبې په ورځ د ۵۶ کلنې په عمر مړ شو. هغه یو ډیر خلاق سیاینسپوه و چې د کمپیوټر په نړۍ کې یې د پام وړ اسنانتیاوې راوستلې. د هغه لاسته راوړنې د نن ورځې آیفونونه، ایپاډونه او د اپل کمپیوټرونه دي چې د خلګو د ژوند په څه رانګوالي کې یې بدلون راوستی دی.

د اپل کمپنۍ پرون د چارشنبې په ورځ خپل په ویب پاڼې کې لیکلي و چې نړۍ یو اعلی انسان او د اپل کمپنۍ یو خلاق او د لیدلوري خاوند نابغه د لاسه ورکړ.

جابز د ۲۰۰۳ کال راهیسي د سرطان د ناروغۍ سره مبارزه کوله او په ۲۰۰۹ کال یې اینه بدله کړه. هغه د اګست په میاشت کې د اپل کمپنۍ د اجرايوي ریاست نه استعفی وکړه او دلیل یې دا و چې نشي کولای د کمپنۍ د مشر اجرایوي مسولیتونه په سمه توګه اجرا کړي.

جابز پرون د چارشنبې په ورځ د کلفورنیا ایالت د پالو التو په سیمه کې خپل په کور کې په داسي حال کې له دې نړۍ نه ولاړ چې د کورنۍ غړي یې پر راټول وو.

د هغه د مرګ د خبر د خپریدو سره سم د نړۍ مشرانو او د هغه مینه والو د ډاډګیرنې مراتب د هغه کورنۍ ته وړاندي کړل. د اپل د کمپنۍ یو مشتري داسي وايي:،،هغه یو داسي شخصیت و چې عالی فکر او راتلونکی یې درلود. هغه د اپل د کمپنۍ د پاره یو لیدلورې درلود او ددغې کمپنۍ د راتلونکې دپاره یې نقشه په ذهن کې وه.،،

بل مشتري بیا داسي وايي: ،،حتی زما په شان کسان هم د هغه په مرینه اغیزمن شول څوک چې د لومړیو کسانو په ډله کې نه دي چې نوي پرمختللي ټیکنالوژیکي توکي رانیسي. سټیف داسي توکي جوړ کړل چې خلګو ورسره علاقه او مینه درلوده. هغه د خلګو د ژوند په څرنګوالي کې بدلون راووست.،،

د پارسن د ډیزاین د پوهنتون څخه پروفیسور ډیویډ کرل داسي وايي: ،،مونږ د سټیف جابز د نوښتونو او لاسته راوړنو نه مننه کوو چې نه یواځي یې په آمریکا کې سوداګرۍ ته ګټه ورسوله بلکې د نړۍ په کچه یې سوداګرۍ ته وده ورکړه. هغه به په تاریخ کې د ټامس ایډیسن او هنري فورډ په شان د صنایعو د وتلو څهرو په ډله کې وځلیږي.،،

د آمریکا ولسمشر بارک اوباما وویل چې سټیف جابز د آمریکا د لویو نوښتګرانو له ډلې نه دی او هغه د خپلو هلو ځلو له لارې د آمریکا خلافیت نړۍ ته څرګنده کړ.

د اپل نوي اجرایوي ریْس تیم کوک د چارشنبې په ورځ وویل چې د سټیف روحیه به د تل دپاره د اپل کمپنۍ بنسټ وي.

د یادونې وړ ده چې د نړۍ زیات شمیر ویب پاڼو د اپل د ویب پاڼې په ګډون د سټیف جابز په یاد خپلو لومړیو پاڼو ته موقتي تغییر ورکړ او د ټویټرس د ټولنیزو اړیکو ویب پاڼې د آی سډ په نامه یو نښان په خپلې ویب پاڼې کې لګولی دی.

XS
SM
MD
LG