د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني د یوې نجلۍ سنګسارول غیر اسلامي وبلل


یو شمېر نور کسان عادي ولاړ دي او په خپلو تیلیفونونو د سنګسار دا پېښه ثبتوي او یو شمېر نور کسان هم ناست دي او پېښه ننداره کوي.

یو شمېر نور کسان عادي ولاړ دي او په خپلو تیلیفونونو د سنګسار دا پېښه ثبتوي او یو شمېر نور کسان هم ناست دي او پېښه ننداره کوي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په غور ولایت کې د یو شمېر کسانو له لوري د یوې نجلۍ سنګسارول په کلکه غندلي او دغه کار يې غیر اسلامي بللی دی.

د ارګ په اعلاميې کې د ولسمشر غني له خولې دا د قانون نه پورته یو کار او جنایت بلل شوی دی.

اعلامیه وايي (د جنایتکارانو له لوري دا ډول صحرايي محکمې د اساسي قانون او د هېواد د ټولو نافذه قوانینو سره چې، سرچینه يې اسلام دی، په ټکر کې دي.)

ولسمشر غني یو لوړ پوړی پلاوی ټاکلی چې په دې اړه پلټنې وکړي؛ په پلاوي کې د کورنیو چارو وزرات، ملي امنیت، لويې څارنوالۍ، د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې او د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د چارواکي شامل دي.

ښاغلي غني له خپلو هېوادوالو هم غوښتي چې دا ډول پېښو په مخنیوي کې له حکومت او سره مرستې وکړي.

سنګسار

څو ورځې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې په ګرځنده تیلیفونونو باندې یوه ویډیو خپره شوه چې په کې یوه نجلۍ په يو کېندل شوي ځای کې تر ټټر پورې ښخه شوې او بیا په تېږو وېشتل کیږي او سنګساریږي.

نجلۍ ظاهرآ خوړ ته ورته په یوې دښتې کې پر ځمکه ښخه کړل شوې؛ په پېښه کې یو شمېر کسان هم لیدل کیږي چې سپيني او تورې پکړۍ يې تړلي چې شاید طالبان وي، د تېږې لومړی وار هم همداسې یو کس کوي او نجلۍ د تېږې له هر وار سره چیغې وهي.

یو شمېر نور کسان عادي ولاړ دي او په خپلو تیلیفونونو د سنګسار دا پېښه ثبتوي او یو شمېر نور کسان هم ناست دي او پېښه ننداره کوي.

پر اوولس/نونلسې کلنې رخشانې تور دی چې له یو بل هلک سره یې نامشروع جنسي اړیکي درلودې؛ ویل کیږي چې هلک هم په درو وهل شوی دی، خو دا روښانه نه ده چې کومې محکمې د دغې نجلۍ د سنګسار حکم کړی دی.

په ویډیو کې د دغې نجلۍ باندې د لګېدلي تور په اړه کوم شواهد او اسناد هم نه ښودل کیږي.

د غور والۍ سیما جوینده د ازادۍ راډیو ته ویلي چې دا پېښه د غور په هغې سیمې کې شوې ده چې طالبان په کې حاکم دي.

د بشري حقونو یو شمېر سازمانو او ښځمنو فعالانو دا پېښه په سختو ټکو غندلې ده.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند د هند په اندرا ګاندي پوهنتون کې په سیاسي علومو کې ماسټري کړې ده؛ د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی.

XS
SM
MD
LG