د لاس رسي وړ اتصالات

ډیرگرم څښاک له سرطان ناروغۍ سره اړیکه لري


د گرمو مایعاتو څښاک کیدای شي د مرۍ د سرطان سبب شي
د گرمو مایعاتو څښاک کیدای شي د مرۍ د سرطان سبب شي

هر ځل چې چای او قهوه جوړوئ، نو لږ وار کوئ چې هغه یو څه ساړه شي، ځکه نویو څیړنو موندلي چې د گرمو مایعاتو څښاک کیدای شي د سرطان له ناروغۍ سره اړیکه ولري.

د سرطان ناروغۍ د څیړنو نړیوال مرکز چې د روغتیا د نړیوال سازمان یوه څانگه ده د چارشنبې په ورځ وویل چې د هغو مایعاتو څښاک چې حرارت یې د سانتیگراد له ۶۵ درجو اوچت وي، کیدای شي د مرۍ د سرطان سبب شي.

په پرمختللو هیوادونو په ځانگړې توگه په لویدیځ کې د سگرت دودول او د الکولي مشروباتو څښل په عمومي توگه د مرۍ د سرطان د رامنځ ته کیدو عامل گڼل کیږي، خو د مرۍ سرطان په هغو هیوادونو کې زیات دی چې د مختلفو دلیلونو په وجه د الکولو استعمال په کې کم دی او خلک یې تر زیاتې اندازې گرم مایعات څښي.

نوې څیړنه، اوس د څښاک گرم مایعات لکه چای او قهوه هم د سربو، نفتو او دود تر څنگ "ممکن سرطان زیږنده" مواد گڼلي دي.

نوی موندنې، هغو کسانو ته خبرداری دی چې گرمه قهوه او یا چای څښي، ځکه په دې بحث کې تر ډیره حده د مادې ماهیت او جوړښت نه، بلکې د هغې د حرارت درجه خطرناک عامل گڼل شوی دی. د روغتیا نړیوال سازمان په ٩٠ لسیزه کې پخپله قهوه هم "احتمالي سرطان زیږونکې" گڼلې وه.

د مرۍ سرطان د اتو معمولو ډولونو څخه دی چې هر کال په نړۍ کې لږ تر لږه ۴٠٠ زره کسان وژني.

XS
SM
MD
LG