د لاس رسي وړ اتصالات

لږ خوب د ماشومانو د ناروغۍ سبب کیږي


یوې نوې څیړنې د ماشومانو د لږ بیدیدو په نتیجه کې د رامنځ ته کیدونکو زیانونو خبر ورکړی دی.
یوې نوې څیړنې د ماشومانو د لږ بیدیدو په نتیجه کې د رامنځ ته کیدونکو زیانونو خبر ورکړی دی.

د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د خوب د پروگرام په هکله نويو طبي مشورو، د لږ خوب کولو څخه زیږنده زیانونه په ډاگه کړي دي.

د خوب د لارښونې لیکوال امریکایي ډاکتر ستوارت چن ویلي دي چې د ١٢ کالو لاندې لږ تر لږه ٢٥ فیصده ماشومان له هغه څه نه لږ بیدیږي چې سپارښتنه یې شوی ده. هغه وایي "زیات شواهد شته چې دغه عادت ددغو ماشومانو زده کړې او حافظه متاثره کړي."

د خوب په هکله د امریکایي اکاډمۍ په ویبپاڼه کې چې نوې سپارښتنې خپرې شوی دي د جدي او بیسارو علمي ارزونو په بنسټ شوی دی. ښاغلي چن د رویترز اژانس د یو ایمل په ځواب کې لیکلي دي چې "د خوب د ساعتونو په هکله سپارښتنه د عمر ټولو کتگوریو ته له پخوا څخه زیاته ده".

د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د بشپړه سلامتۍ لپاره باید هغوی په ۲۴ ساعتونو کې په منظمه توگه داسې بیده شي: تی رودونکي له ١٢ څخه تر ۱۶ ساعتو، له یو څخه تر دوه کلنه کوچنیان له ١١ څخه تر ۱۴ ساعتو، له درې څخه تر پنځو کالو پورې کوچنیان له ۱۰ څخه تر ۱۳ ساعتو، له شپږ نه تر ١٢ کلنو پورې کوچنیان له ۹ نه تر ۱۲ ساعتونو او له ۱۳ څخه تر ۱۸ کلنونو پورې تنکي ځوانان باید په یوه شپه ورځ کې له ٨ څخه تر ١٠ ساعتونو پورې خوب وکړي.

سرچینه: د خوب د طبابت امریکایي اکاډمي
سرچینه: د خوب د طبابت امریکایي اکاډمي

د سپارښتنې سره سم د خوب د ساعتونو د نه مراعت کولو نه زیږنده ستونزې د ښاغلي چن په وینا په زده کړو کې د کمزورتیا، د خلقي او چال چلند ستونزې او د ځان وژنې د هڅې پورې مسکلاتو سبب کیږي چې ددې حالت د دوام او تشدد په صورت کې کیدای شي چې د زړه د ناروغۍ ستونزې هم پیدا شي.

ستر چلنج په بستره کې پوره وخت تیرول دي. ښاغلي چن ویلي دي چې په اکثرو کورنیو کې کوچنیان او تنکي ځوانان ناوخته بیدیږي او یا هم سهار وختي له خوبه پاڅیږي. ددغو بې خوبیو انگیزې ډول ډول دي، خو د ډاکتر چن په وینا کورني او ټولنیز لاملونه او ښوونځي ته د تلوونکو ماشومانو په اړه د لوست د وخته پیل کیدل عمده دلیلونه گڼل شوي دي.

ډاکتران ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته د تلویزیون د لیدلو د مودې کمولو او د خوب په بستر کې د نورو بریښنایي وسایلو څخه نه استفاده کولو، د کورنیو کارونو او د ښوونځي د نورو درسي فعالیتونو د ترسره کولو لپاره د دقیق پروگرام، خوب ته له تللو دمخه د سختو فعالیتونو څخه د ډډه کولو او د بیدیدو او له بستر څخه د پورته کیدو د منظم پروگرام سپارښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG