د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان بې ځایه شویو کورنیو سره د سعودي عربستان مرسته


د افغانستان لومړۍ میرمن (ارشیف)
د افغانستان لومړۍ میرمن (ارشیف)

د افغان ولسمشر د میرمنې رولا غني د دفتر له لارې د ژمي په موسم کې د افغانستان د بې ځایه شویو کورنیو سره د سعودي عربستان د یوسلو څلور نوي ټنو خوراکي توکو د مرستې تړون نن د دغه هیواد د سفیر مسفر بن عبدالرحمن ال غاصب او د افغانستان د لومړۍ میرمنې د دفتر د یو چارواکي عبدالصمد حامي ترمنځ لاسلیک شو.

عبدالصمد حامي د سعودي عربستان د مرستو نه د مننې په ترڅ کې ددغه هیواد نه د نورو بشري مرستو غوښتنه هم وکړه.

ښاغلي حامي وویل" ددغو خوراکي او غیر خوراکي مرستو هدف د ژمي د موسم له پیل دمخه دا مواد به په ټول افغانستان کې بې ځایه شوو کورنیو ته د نړیوالو ادارو او د جلالتماب جمهور رئیس له خوا د ټاکل شوې کمیټې تر څارني لاندې وویشل شي".

د افغانستان د جمهور رئیس د میرمن بي بي ګل د دفتر له لارې د سعودي عربستان دا مرسته د تیرې عیسوي میاشتې په وروستیو کې دغه هیواد ته د افغانستان د جمهور رئیس له سفر وروسته د سعودي عربستان لومړنۍ مرسته ده چې افغان حکومت سره یې کړې ده.

په کابل کې د سعودي عربستان سفیر د افغان حکومت سره دغه مرستۍ د اسلامي هیوادونو سره د هغه هیواد د مرستو یوه برخه وګڼله او و یې ویل چې په دې مرستو کې خواړه، خیمې او کمپلې شاملې دي.

ښاغلي بن عبدالرحمن وویل" دا مرستې د سعودي عربستان له خوا افغانستان سره ترسره شوي دي چې په کې خواراکي او نور اړین توکي شامل دي".

د افغانستان د اداري چارو د ریاست د دیني چارو رئیس نعمان شینواری وایي چې ددغو مرستو د ویشلو لپاره جمهور رئیس اشرف غني یوه درې کسیزه کمیټه ټاکلې ده.

په اوس وخت کې د کابل ترڅنګ په ننګرهار، هرات، بلخ، کندوز او بغلان کې تر پنځه سوو زرو پورې بې ځایه شوې کسان دیره دي چې د افغانستان د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو د وزارت د شمیرنو له مخې تر شپږویشت زرو پورې ددغو کورنیو د کابل په ولایت کې په ډیرو سختو شرایطو کې د خیمو لاندې ژوند کوي.

د افغانستان د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو د وزارت ویاند اسلام الدین جرات امریکا غږ ته وویل چې کابل ته ډیرې کورنۍ د جنوبي او جنوب ختیځو سیمونه راکډه شوي دي.

ښاغلي جرات وویل"د کابل د ښار په شپاړلسو ناحیو کې په اته لس سیمو کې بې ځایه شوې کورنۍ دیره دي".

دا کورنۍ د جګړو او په شمالي ولایتونو کې د اوچکالۍ له امله له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.

د افغانستان جمهور رئیس په وار وار ویلي چې تر راتلونکو پنځو کلونو به د افغانستان له قاموسه د بې ځایه شوو اصطلاح لرې کړي.

سږکال په کابل او د افغانستان په ډیرو برخو کې د تمې په خلاف د نورو کلونود همدغه وخت په پرتله هوا سړه شوې او ژمی لږ وختي راغلی دی.

که څه هم د سعودي عربستان د سفیر سره د دغو مرستو د لاسلیک په وخت د افغانستان د جمهور رئیس مرمن حاضره نه وه او د هغې د دفتر یو چارواکي دا تړون لاسیلک کړ خو دا په تیرو نږدې څلورو لیسزو کې لومړی ځل دی چې د افغانستان د واکمن میرمن د خپل میړه ترڅنګ د خپلو خلکو خیر ښیګڼي چارو ته مخه کوي.

میرمن غني ویلي چې د جمهور رئیس اشرف غني د پنځه کلن ماموریت په موده کې به دافغان میرمنو د ژوند د ښه کیدلو لپاره کار وکړي چې د مدني ټولنې ځیني غړي د ننني تړون لاسلیک په دې برخه کې د میرمن بي بي ګل لومړی اقدام ګڼي.

XS
SM
MD
LG