د لاس رسي وړ اتصالات

هند: له ډونالډ ټرمپ نه مو د کشمیر په اړه هیڅکله مرسته نه ده غوښتې


د هند د بهرنیو چارو وزارت د کشمیر د کشالې په اړه د امریکا د متحده ایالتونو د ولسمشردونالد ټرمپ وروستۍ ادعا رد کړې ده.

ډونالډ ټرمپ پرون د جولای ۲۲ (۳۱ سرطان) نیټه د پاکستان د صدراعظم عمران خان سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې د هند صدراعظم ترینه غوښتي چې د هند اوپاکستان تر منځ د کشمیر د کشالې په حل کولو کې منځنګړتوب وکړي.

ښاغلي ټرمپ وویل: "دوه اونۍ وړاندې له صدراعظم مودي سره وم او په لیدنه کې مو دې موضوع په اړه خبرې وکړې. هغه وویل چې غواړې د دغې کشالې په حل کولو کې منځګړی شم؟ ما وویل چیرته؟ هغه وویل کشمیر. "

خو د هند د بهرنیو چارو وزیر، شبرامایم جي شنکر نن وویل چې له ولسمشر ټرمپ څخه داسې کومه غوښتنه نه ده شوې.

ښاغلي جي شنکرزیاته کړه: "د هند د صدراعظم له خوا داسې هیڅ کومه غوښتنه د امریکا د متحده ایالتونو له ولسمشر څخه نه ده شوې. زه یو ځل بیا غواړم ددغې کشالې په اړه د هند د دریځ پخلی وکړم چې له پاکستان سره د هند د دولت هره ستونزه باید د دواړو هیوادونو تر منځ د خبرو اترو له لارې حل شي."

د کشمیر کشاله له کال ۱۹۴۷ راهیسې د هند او پاکستان ترمنځ د یوې جنجالي موضوع په توګه پاتې شوې ده.

دواړو هیوادونو دوه ځلې ددغې سیمې د کنټرول په سر جګړه هم کړې ده.

نن د سه شنبې په ورځ هم د دواړو هیوادونو سرتیرو په صفري نقطه کې پر یو بل ډزې کړي دي

XS
SM
MD
LG