د لاس رسي وړ اتصالات

په مصر کې د سوئز دویم لوی ترانزیتي کانال پرانیستل کیږي


د دغه کانال پر جوړېدو څه باندې اته سوه میلیونه ډالره لګول شوي دي.
د دغه کانال پر جوړېدو څه باندې اته سوه میلیونه ډالره لګول شوي دي.

د سوئز کانال د اروپا او اسیا ترمنځ تر ټولو لنډه ترانزیتي لار بلل کیږي، ټاکل شوې چې د مصر ولسمشر د نړۍ د یو شمېرو نور مشرانو په شتوالي کې دغه کانال رسمآ پرانیزي.

مصر دغه کانال ته د خپل ملي ویاړ او اقتصادي وړتیا په سترګه ګوري. افغان اجرايي ریس هم مصر ته تللی چې د دغه کانال د پرانیستې په مراسمو کې برخه واخلي.

د نړۍ د یو شمېر نورو مشرانو سربېره، د افغانستان د ملي یوالي د حکومت اجرایي ریس عبدالله عبدالله هم مصر ته تللی چې د کانال په پرانیستونکو مراسمو کې برخه واخلي.

د مصر ولسمشر سیسیي یو کال وړاندې د دغ کانال د جوړولو لارښونه وکړي.

د دغه ۷۲ کیلو مېتره کانال په جوړولو باندې شاوخوا اته میلیونه او پنځه سوه زره ډالر لګېدلي دي.

د سوئز کانال مشر مهاب ممیش وویل چې نوي کانال د ترانزیت تګ راتګ به اسانه او تجارتي بېړۍ به هم خوندي شي، دی وايي چې د دغې پروژې هدف د اسیا او اروپا ترمنځ د سمندري ترانزیت اسانه کول او د لارې لنډول دي.

د مصر حکومت د سوئز کانال له لارې د کال شاوخوا پنځه میلیارده ډالره ترلاسه کوي، د مصر چارواکي په پام کې لري چې تر ۲۰۲۳ کاله پورې د کانال عواید درې برابره شي.

د مصر حکومت یوازې مصري شرکتونو ته د دغې نوې پروژې د اسهامو د پېرېدلو اجازه ورکړې ده چې نژدې یوه کال وړاندې اته اعشاریه پنځه میلیارده ډالره پانګونه یې جلب کړې وه.

فرانسوي انجینرانو په ۱۸۶۹ کال د سوئز لومړنی کانال جوړ کړ چې برتانیا او فرانسې به یې چارې مخ ته وړلې، خو په ۱۹۵۶ کال کې بیا د مصر ولسمشر جمال عبدالناصر، سوئز، یو ملي کانال اعلان کړ.

هغه مهال دغه کانال د برتانیا او د هغه د مستعمره هېوادونو ترمنځ د نفتو او نورو توکو د لېږ را لېږد تر ټولو مهمه او اسانه لاره وه، خو عبدالناصر د اسوان د بند د تمویل لپاره دغه کانال ملي اعلان کړ. د اسوان بند د نیل د سمندر اوبه مهاروي.

د سوئز کانال اوس هم د اروپا او اسیا ترمنځ د نفتو او نورو توکو د لېږد رالېږد مهمه لاره بلل کیږي او د مدیترانې د حوزې ډېر نفت هم له همدغې لارې انتقالیږي.

XS
SM
MD
LG