د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې نښته د بریدکوونکو په وژلو پای ته ورسیده


چارواکي وایي چې لا هم د دوه وسله والو هویت څرګند نه دی چې د ملي اردو په یونیفورم کې مړي د پیښې ځای سره نږدې پیدا شوي دي

چارواکي وایي چې لا هم د دوه وسله والو هویت څرګند نه دی چې د ملي اردو په یونیفورم کې مړي د پیښې ځای سره نږدې پیدا شوي دي

په کندهار کې د پوليسو پر یوه مرکز په ځانمرګي برید کې درې پوليس وژل شوي او د ملي امنیت د یوه کار کونکي په ګډون دوه تنه نور ټپیان دي .

تیره شپه شپږ بجې د کندهار ښار د برېښنا کوټ د پوليسو پر اولسم ماموریت باندي دوه تنو وسله والو ځانمرګو برید کونکو برید وکړ چې د شپې تر یوولسو بجو پورې له امنیتي سرتیرو سره په نښته کې وو .

یوې امنیتي سرچیني د نوم نه ښودلو په شرط اشنا رادیو ته وويل چې برید کونکو لومړی پر تلاشۍ بوختو درې پولیسو په ګولیو ووېشتل او وروسته هغوی ماموریت ته ننوتل .

سرچینه زیاته وي چې په ماموریت کې د یوه اشپز په ګډون شپږ تنه پوليس روغ رمټ پاته شوي خو د ملي امنیت د یوه کار کونکې په ګډون د پوليسو یو بل سرتیر ټپي شوی دی .

د کندهار د پوليسو ویاند ضیا دراني امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې په برید کې یوازې دوه برید کونکي وژل شوي او دوه پوليس ټپیان دي .

د برېښنا کوټ د پوليسو ماموریت په یوه ګڼ مېشته سیمه کې موقعیت لري چې د ښار له ګڼي ګوڼي څخه ډکه سیمه ده ، خو پدې پېښه کې عامو خلګو ته زیان ندی رسیدلی .

دغه راز تر دغي پېښي وروسته دوه تنه نورمخالف وسله وال چې د ملي اوردو یونیفورم يې په تن کړی وو ، د انحصاراتو د ودانۍ مخ ته وژل شوي دي .

د کندهار د پولیسو ویاند ضیادرانی وايي چې دوی پلټنې کوي چې وژل شوي کسان هم برید کونکي دي او د که د ملي اوردو سرتیري دي چي د وسله والو له لوري وژل شوي دي .

وسله والو طالبانو د دې برید مسئولیت اخیستی او رسنیو ته په لیږلي پیغام کې يې ادعا کړې چې په پېښه کې يې ګڼو امنیتي سرتیرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG