د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: د کابل په برید کې ۲۰ پولیس افسران وژل شوي دي


د کابل پولیس وایي چې د پیښې په قربانیانو کې امنیتي او ملکي کسان شامل دي.
د کابل پولیس وایي چې د پیښې په قربانیانو کې امنیتي او ملکي کسان شامل دي.

په افغانستان کې بهرني ځواکونه وايي د کابل په نني ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۲۰ افغان پولیس وژل شوی او ۲۵ نور ژوبل دي.

برید په کابل کې د عامه نظم د پولیسو د مرکز مخې ته شوی او طالبانو یې هم مسولیت منلی دی.

د قاطع ماموریت په اعلامیې کې ویل شوي " موجوده راپور ښيي چې په برید کې ۲۰ پولیس افسران وژل شوي او ۲۵ نور افسران ژوبل دي. اووه ولسي افغانان هم زخمیان شوي دي."

په همدې حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند محمد صدیق صدیقي په خپل ټویټر کې لیکلي " د کابل په نني برید کې ۲۰ کسان چې د برید په ځای کې وو، وژل شوي او ۲۹ نور ژوبل دي. "

په اعلاميې کې د دغه ماموریت مرستیال مشر برید جنرال ویلسن شفنر ویلي " ترهګرو یو وارې بیا پرته له دې چې د ولسي خلکو ژوند ته پام وکړي په ولسي سیمې کې برید وکړ."

بهرنیو ځواکونو دغه برید په کلکه غندلی او د قربانیانو له کورنۍ سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

د برید لومړنی راپور

د کابل د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو د تحقیقاتو رئیس فریدون عابدي د پېښې په سیمه کې خبریالانو ته وویل، د دغه ښار په دهمزنګ سیمه کې د عامه نظم قوماندانۍ مخې ته په ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

هغه زیاته کړه چې په وژل شویو کې دوه نظامیان هم شامل دي.

د کابل د امنیې قوماندان جنرال عبدالرحمان رحیمي هم د پېښې د څیړلو لپاره سیمې ته تللی وو خو پرته له دې چې خبریالانو ته معلومات ورکړي له سیمې څخه ووت.

دا برید د کابل په وخت ۱ بجه او ۴۰ دقیقې هغه مهال ترسره شو، چې یوه ځانمرګي بریدګر ورسره چاودیدونکو توکو ته د عامه نظم قوماندانۍ مخې ته چاودنه ورکړه.

له پېښې څو شیبې وروسته د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ایوب سالنګي په خپل ټویټر پاڼه کې ولیکل، چې په دې برید کې لس تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

جنرال سالنګي دا هم لیکلي چې د پېښې اکثره قربانیان ملکي وګړي دي.

د پېښې شاهدانو امریکا غږ ته وویل، چې شپږ د شپږو کسانو مړي یې په ځمکه پراته لیدلي چې په کې دوه نظامیان هم شامل وو.

د سرحدي پولیسو یوې سرچینې چې د نوم له ښودلو یې ډډه وکړه امریکا غږ ته وویل، ځانمرګي بریدکوونکي غوښتل چې د پولیسو قوماندانۍ ته دننه شي.

دا سرچینه وايي، ځانمرګی برید ګر قوماندانۍ ته له دننه کیدو مخکې د پولیسو له خوا وپېژندل شو او وروسته یې ورسره چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه.

طالبانو د برید مسئولیت په غاړه اخیستی او په دې برید کې یې څلوېښتو پوځیانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

خو افغان امنیتي چارواکي د طالبانو دا ادعا نا سمه بولي.

XS
SM
MD
LG