د لاس رسي وړ اتصالات

لښکرګاه کې د نوي کابل بانک په څانګې برید، شپږ تنه وژلي


چارواکي وايي برید کوونکي څلور تنه وو، دوو یې ځانونه والوزول او دوه یې ووژل شول.
چارواکي وايي برید کوونکي څلور تنه وو، دوو یې ځانونه والوزول او دوه یې ووژل شول.

د هلمند ولایت ولایتي چارواکي وایي چې ددغه ولایت د مرکز د لښکرګاه د نن ورځې په برید کې ۶ تنه ووژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

د چارواکو په وینا په وژل شویو کې یو پولیس او پنځه ملکي کسان شامل دي او په پیښه کې پنځه پولیس او نهه ملکي کسان ټپیان شوي دي.

د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د نوي کابل بانک پر څانګې نن غرمه مهال څلور تنو ځانمرګو وسله والو برید وکړ چې له درې ساعتو وروسته نښته پای ته ورسیده.

د هلمند د پولیسو مرستیال محمد ویس صمیمي امریکا غږ ته وویل برید کوونکي څلور کسان وو چې دوه تنو یې د کابل بانک ودانۍ ته نږدې ورسره چاودیدونکي توکي وچول او دوه نور یې له افغان امنیتي ځواکونو سره په وسله واله نښته کې و وژل شول.

د ښاغلي صمیمي پر وینا په دې پېښه کې ۶ تنه و وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

ښاغلي صمیمي وويل له چاودنو وروسته دوه برید کوونکي کابل بانک ته دننه شول او مراجعین او کارکوونکي يې په نښه کړل.

هغه زیاته کړه چې افغان ځواکونو د بانک ۱۲ تنه کار کوونکي او ۱۰ تنه مراجعین له وسله والو ژوندي وژغورل.

دغه راز د هلمند د والي ویاند عمرځواک امریکا غږ ته وويل چي د بانک په ودانۍ کې د بند پاته مامورینو او مراجعینو ژغورل د ځانکړو افغان ځواکونو لمړنی هدف وو او په ډیر احتیاط سره يې عمل کاوه.

وسله والو طالبانو د دغه برید مسؤلیت په غاړه اخیستی او رسنیو ته يې په لیږلي تلیفوني پیغام کې ويلي چې د هغوی د برید هدف هغه افغان پوځیان وو چې د معاش د اخیستلو لپاره بانک ته ورغلي وو.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG