د لاس رسي وړ اتصالات

جلال اباد کې ځانمرګي برید دوه ملکیان وژلي


د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویلي چې دوی ته اته ټپیان وروړل شوي او روغتیایي حالت یې ښه دی.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویلي چې دوی ته اته ټپیان وروړل شوي او روغتیایي حالت یې ښه دی.

دغه ځانمرګی برید نن لس بجې د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار جوی هفت سیمه کې د قومي مشر او کوټ ولسوالۍ د څاڅون کونکو مشر حیات خان موټر ته څېرمه شوی دی.

د والي ویاند عطا الله خوګیاڼی وایي بریدګر پلی وو چې په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته یې چاودنه ورکړه او په ترڅ کې یې دوه ملکي وګړي وژل شوي او اولس نور زخمیان شوي دي.

نوموړی وایي په شوي ځانمرګي کې ملک حیات خان او ساتونکو ته یې زیان نه دی رسېدلی،ځکه د هغوی موټر د برید له سیمې یو څه لرې شوی و.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویلي چې دوی ته اولس ټپیان وروړل شوي چې اوه یې بېرته رخصت کړي او د پاتې ټپیانو روغتیایي حالت یې ښه دی.

د ځانمرګي برید هدف دغه قومي مشر ‌‌‌‌‌‌ډېر ځله د طالبانو او داعش خلاف توندې خبرې کولې.

تر اوسه ددغې برید مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی

کندهار کې د طالبانو او کلیوالو ترمنځ نښته

امنیتي مقامات وايي، چې په کندهار کې د ځايي خلګو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې د درې ښځو په ګډون ۷ تنه کلیوال او یو وسله وال طالب هم وژل شوی دی .

پېښه تیره ماخستن یوه بجه د کندهار د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د ملي کاریز په کلي کې رامنځ ته شوې ده.

د کندهار د پوليسو ویاند ضیا دراني امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل، چې په پېښه کې د کلي له اوسیدونکو څخه څلور نارینه او درې ښځي وژل شوي دي.

ښاغلي دراني زیاته کړه ،چې د پېښې د اصلي لامل په اړه پوليس تحقیقات کوي خو لومړنۍ مودنې ښيي چې کلیوالو د وسله والو طالبانو کومه غوښتنه نده منلې چې بیا د هغوی او وسله والو طالبانو ترمنځ د نښتې سبب شو.

دی زیاته وي چې کلیوالو له وسله والو طالبانو سره په وسله واله نښته کې یوتن وسله وال طالب هم وژل شوی .

دا په کندهار کې د خپل ډول لمړنی پېښه ده چې رامنځ ته کیږي .

خپله وسله والو طالبانو پدې اړه رسنیو ته کومه تبصره نده کړې .

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG