د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې د پولیسو پر یو مرکز ځانمرګی برید شوی


د هلمند پولیس وایي چې دا برید نن سهار نهو بجو په شاوخوا کې شوی دی.
د هلمند پولیس وایي چې دا برید نن سهار نهو بجو په شاوخوا کې شوی دی.

د هلمند ولایت د نادعلي او مارجې ولسوالیو تر منځ د سیمه‌ ییزو پولیسو پر روزنیز مرکز د موټر بم برید په پایله کې د دغه مرکز درې منسوبین وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي.

د نادعلي ولسوالۍ یو مقام، چې نه یې غوښتل نوم واخیستل شي امریکا غږ اشنا ته وویل، برید د شنبې په سهار نهه بجې یو ځانمرګي بریدګر د کرولا په واسطه کړی دی.

هغه وویل، بریدګر د سیمه ییزو پولیسو د مرکز له لومړۍ تلاشۍ څخه تیر شوی و او په دویمه تلاشۍ کې یې موټر او ځان دواړه وچاول.

د هلمند ولایت د والي ویاند عمر ځواک بیا وايي، چې په دې برید کې د سیمه ییزو پولیسو د مرکز اته منسوبین ټپیان شوي دي. د دې برید مسئولیت تر اوسه کوم چا یا ډلې نه دی منلی.

په دغه مرکز کې د هلمند ولایت د نادعلي او مارجې ولسوالیو د امنیت ساتنې لپاره سیمه‌ ییزو پولیسو ته روزنه ورکول کیږي. ویل کیږي چې سیمه‌ ییز پولیس د نادعلي او مارجې ولسوالیو د امنیت په ټینګولو کې اغیزناک رول لوبولی دی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG