د لاس رسي وړ اتصالات

ځانمرګي برید په کابل کې د یو بهرني په ګډون دوه کسه ووژل


ایساف هم په یو بیان کې په ننني برید کې د یو بهرني عسکر د وژلو خبر تائید کړی دی.
ایساف هم په یو بیان کې په ننني برید کې د یو بهرني عسکر د وژلو خبر تائید کړی دی.

د کابل پولیس وایي چې د دغه ښار د پنجشنبې د ورځې د سهار په ځانمرګي برید کې دوه کسان چې یو یې ملکي افغان او بل یې په افغانستان کې د ترکي د پوځ عسکر دی وژل شوي او یو ترکي عسکر ټپي شوی دی.

د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي امریکا غږ ته وویل، نن سهار شاوخوا اته بجې یوه ځانمرګي برید کوونکي د چاودیدونکو توکو ډک یو کرولا ډوله موټر په واسطه د ایران سفارت سره نږدې د ترکي عسکرو د یو کاروان مخې ته یو ځانمرکی برید تر سره کړه چې له امله یې دوه تنه ووژل شول او یو تن ټپي شو.

هغه وویل چې د برید په پایله کې د ترکانو یو موټر هم په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.

ایساف هم په یو بیان کې په ننني برید کې د یو بهرني عسکر د وژلو خبر تائید کړی دی.

په دغه بیان کې د وژل شوي عسکر د هویت په باب معلومات ورکړل شوي نه دي.

په افغانستان کې د ناټو د ماموریت له خوا په دغه خپور شوي بیان کې هغه رپوټونه ناسم بللی چې ګوندې د دغه برید هدف په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو ملکي استازی وو .

دغه راز، د افغانستان د بهرنیو چارو له وزارت څخه په خپور شوي یو بیان کې ویل شوي چې په نننۍ چاودنه کې یو ترکي سرتیری او یو ملکي کس وژل شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د ترکيې د سرتیرو پر کاروان باندې برید په کلکه غندلې دی او د دغه برید مسؤلیت یې د دولت د وسله والو مخالفینو پر غاړه اچولی دی.

طالبانو هم د دغه برید مسولیت منلی او په دې برید کې یې د یو شمیر بهرنیو ځواکونو د وژلو ادعا کړې ده.

XS
SM
MD
LG