د لاس رسي وړ اتصالات

د هلمند د امنیت امر د موټرو پرکاروان برید کې یو پولس وژل شوی


دا برید نن د دوشنبې د ورځې په یوولس بجو د لښکرګاه په ختیځه دروازه کې د پولیسو د موټرو په کاروان شوی دی.

په هلمند کې په یوه ځانمرګي برید کې یو پوليس وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي.

د موټر بم دا بریددقیقآ نن ۱۱ بجې د لښکرګاه ښار په ختیځه دروازه کې د هلمند د امنیت د امر سمونوال ګلی خان د موټرو پرکاروان شوی دی .

د هلمند ولایتي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت د امنیت امر د لښکرګاه – کندهار د لويې لارې د خلاصولو عملیاتو ته روان وو چې دا پېښه رامنځ ته شوه .

د هلمند د والي ویاند عمرځواک امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل، چې وسله والو طالبانو تیره شپه د لښکرګاه ښار په ۱۵ کیلو میترۍ کې د هلمند – کندهار د لويې لارې پر سر ماینونه ځای پر ځای کړي وو،پوليسو غوښتل چې دغه ماینونه شنډ کړي، کله چې د امنیت امر سیمې ته په لار وو، یوه ځانمرګي برید کونکي له چاودیدونکو توکو ډک موټر د هغه د موټرو کاروان سره نږدې وجنګاوه او ځانته یې چاودنه يې ورکړه .

ځواک وويل، چې په چاودنه کې سمونوال ګلی خان ته کوم زیان ندی رسیدلی او یوازې یو پوليس په کښې وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي او بل هیچاته په کې زیان ندی رسیدلی.

د بلې خوا نن د سهار راهیسې بیا وسله والو طالبانو د لښکرګاه – کندهار لویه لار د ترافیکو پر مخ تړلې ده.

د محمد جواد په نوم د لښکرګاه یوه اوسیدونکي امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې وسله والو طالبانو پر دغه لار ماینونه ځای پر ځای کړي او موټر چلونکو ته يې خبر داری ور کړی چي پر دغه لارتګ راتګ و نه کړي.

ده زیاته کړه چې وسله والو ګواښ کړی چې پر موټرو به ډزې وکړي.

دا لار پرون هم وسله والو د ترافیکو پر مخ تړلې وه او په دغه لار یې دوه پلچکونه په بمونو الوزولي وو، خوتیره ورځ ماپښين افغان امنیتي ځواکونو بیرته دا لار د ترافیکو پرمخ پرانیستې وه.

د هلمند ولایتي چارواکي وایي، ژر به بیرته دا لار له ماینونو پاکه او پرانیځي.

وسله والو طالبانو د ځانمرګي برید ځانمرګي اود لارې د تړلو په اړه کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG